1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د نوي ویروس په هکله مهمې پوښتني او جوابونه

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د کرونا نوی ویروس به څومره دوام وکړي؟ دغه ویروس په نړۍ کي ډیري پوښتني راپورته کړي او کارپوهان هم ټولو ته جواب نه سي ورکولای. موږ هڅه کوو د امکان تر حده ځینو پوښتونو ته جواب ورکړو.

https://p.dw.com/p/3avAi
Symbolbild Pandemie Coronavirus
انځور: picture-alliance/Fotostand/Schmitt

ولي دغه پوښتني مهمي دي؟

ځیني هغه پوښتني چي دلته به ورته جواب ورکړو، زموږ څخه د تویتر او فیسبوک له لاري سوي دي. سربیره پر دې موږ په دې هکله هم پلټني وکړې چي خلک د کووید ۲ سارس او کووید ۱۹ کرونا د نوي ویروس په هکله د څه ډول جواب په تمه دي او هغه یې تر ټولو ډیر په ګوګل کي لټولي دي.

د سارس کووید ۲ نوی ویروس له کومه ځایه راپیدا سو؟

د رابرت کوخ انستیتوت په حواله خفاشان د ویروسونو انتقالوونکي دي. خو بیا هم دا خبره ثابته سوې نه ده. خو د دغه ویروس په اړه بیا دا ثابته ده چي دا له حیواناتو څخه انسانانو ته راانتقال سوی یو ډول ویروس دی . کارپوهان د «نیچر یا طبیعت» په نامه ځانګړي مجلې کي، خپاره سوو پلټنو د نتایجو له مخي په هر څه باندي پوه سول.

د نورو نظریاتو برعکس کارپوهان دا خبره ردوي چي دا به په یوه لابراتوار کي یو جوړ سوی ویروس وي، بلکي دغه ویروس اول وار د چین په ووهان کي له حیوناتو څخه انسانانو ته انتقال سوی دی.

آیا له کووید ۱۹ ویروس څخه به مړ سم؟

دې پوښتني ته موږ په سختۍ سره د نه او هو جواب ویلای سو. دا خبره د ګریپ او یا هم د ټکر له لاري د مړو پر شمیرو هم دلالت کولای سي چي مخکي له مخکي یې پیشبیني نه سي کیدلای. موږ یوازي له ممکنه جواب څخه خبري کولای سو.

Illustration Mikroskop Coronavirus
د کووید ۱۹ د ویروس په هکله سړی نه سي کولای په ساده ډول جواب ورکړي او هر څه پر ارقامو باندي ولاړ دي.انځور: picture-alliance/M. Schönherr

د کووید ۱۹ د ویروس په هکله سړی نه سي کولای په ساده ډول جواب ورکړي او هر څه پر ارقامو باندي ولاړ دي.

په لندن کي ریاضي پوه او د ساري ناروغانو کارپوه آدم کوچارسکي په نظر په کووید ۱۹ باندي له۱۰۰ اخته کسانو څخه یو یا دوه تنه مړه کیدای سي. د مړیني بل علت بیا سیپسیسي ده چي د بدن د لوړ دفاعي عکس العمل په ترځ کي رامنځته کیږي.

دغه ویروس څومره وخت په هوا او د مځکي پرسر پاتیدای سي؟

د کرونا ویروس تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي. په اصل کي دغه ویروس د هغو افرازاتو له لاري بدن ته داخلیږي چي د ټوخي او یا هم پرینجي «عطسې» له لاري هوا ته ځي. که هغه له لاسونو سره تماس پیدا کړي، هم یې د انتقال خطر موجود دی.

په آلمان کي د لابراتوار لومړني نتایج ښیی چي د کووید ۲ سارس نوی ویروس تر درو ساعتونو پوري په هوا، څلورو ساعتونو پوري د مِسو پر سطحه، ۲۴ ساعتونو له پاره پر کارتن او تر دوو یا درو ورځو پوري پر اوسپنه او یا هم پلاستیک باندي پاتیدای سي.

څنګه کولای سم، په ښه ډول له دغه ویروس څخه ځان وساتم؟

د ټوخي او عطسې پر وخت خوله او پزه مړوند ته يوسئ، په منظم ډول د لاسونو اساسي پریولل او له نورو انسانانو څخه ټاکل سوي واټن په نظر کي نیول. په دې ډول نه یوازي دا چي په خپله ځانونه ساتلای سی بلکي په دې ډول د ویروس پراخوالي هم راکمولای سی.

د رابرت کوخ انستیتوت مشر، لوتار ویلرخبرداری ورکوي چي دغه احتیاطي تدابیر باید په جدي ډول په نظر کي ونیول سي. په غیر له هغه به امکان ولري چي په دوو یا درو میاشتو کي په آلمان کي لس میلیونه کسان په دغه ویروس اخته سي.

ولي یې تر اوسه کوم واکسین نه دی جوړ سوی؟

Iran Coronavirus
د کووید ۱۹ سختو ناروغانو له پاره عاجل مجهز بسترونه ډیر مهم ديانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/ZUMA Wire/R. Fouladi

د فارمسي د اتحادیې په حواله، په اوس وخت کي د واکسین جوړولو لږترلږه ۴۷ پروژې تر لاس لاندي دي. د نورو ترڅنګ آلمانی شرکت په دې برخه کي ډیر مخته دی. په عادي ډول د یوه ډاډمن واکسین جوړول یو کال وخت نیسي. اوس هڅه کیږي چی دغه بهیر ګړندی سي. د ویروسونو د پلټني د آلماني مرکز کارپوهان په دې لټه کي دي چي د واکسین د جوړولو له پاره ژر تر ژره د حل یوه لار پیدا کړي. په تیره بیا کلینیکونه چي د دغه واکسین د تطبیق په برخه کي پریکړنده رول لري، لا زیات وخت ته اړتیا لري.

د واکسین د جوړولو ترڅنګ کارپوهان د هغو کسانو د وینو پر انتي باډي باندي هم کار کوي چي له کووید ۱۹ ویروس له امله ناروغي څخه بیرته جوړ سوي دي.

آیا د ایبوپروفینو خوړل ګټه لري او که تاوان؟

په دې برخه کي له کارپوهانو څخه لار ورکه ده. درو تنو یې په نړۍ کي داسي شکونه رامنځته کړه چي د نورو دارو درملو ترڅنګ ایبوپروفین هم د کووید ۱۹ ناروغي بهیر ګړندی کوي. خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا لږ وخت وروسته د رسمي خبرداري له لاري وویل چي: په احتیاطي ډول باید د کووید ۱۹ ناروغان پرته د ډاکټر له مشورې د ایبوپروفین له خوړلو څخه ډډه وکړي او د هغه پر ځاي پاراسیتامول وخوري.

خو اوس نوموړي سازمان هم خپل دغه خبرداری بیرته اخیستی او د ایبوپروفینو خوړل نه منع کوي.

آیا هغه څوک چي سګریټ څکوي، له ډیر خطر سره مخامخ دي؟

متأسفانه هو. هغوی کولای سوای څو اونۍ مخکي لا له سګریټ څکولو څخه لاس واخلي. په تنباکو کي څه د پاسه ۵۳۰۰ داسي مواد سته چي د ډاکټرانو په نظر د سرطان د ناروغیو د رامنځته کیدو سبب ګرځي. سګریټ د بدن تقریباً ټول غړي او په تیره بیا سږي زیانمنوي. په دې ډول هغوي ډیر ژر د استما یا نفس تنګي، توبرکلوز، سږو التهاب او برانشیت سره مخامخ کیږي. او د کرونا د ویروس نوی ډول هم په تیره بیا پر سږو باندي حمله کوي.

تنفسي دستګاه څنګه کار ورکوي؟

Coronavirus in U.S. Navy
د فارمسي د اتحادیې په حواله، په اوس وخت کي د واکسین جوړولو لږترلږه ۴۷ پروژې تر لاس لاندي ديانځور: picture-alliance/Zuma/Planetpix/J. Berlier

د کووید ۱۹ سختو ناروغانو له پاره عاجل مجهز بسترونه ډیر مهم دي. دا ځکه کله چي د ناروغ سا بنده سي نو بدن ته آکسیجن نه رسیږي او کاربن دای اکساید هم له سږو څخه نه راوزي.

تنفسي آله په دې وخت کي په فشار سره آکسیجن لرونکې هوا سږو ته داخلوي او اضافي افرازات وتلو ته مجبوروي. دا لکه څنګه چي ښکاري یوه ډیره ساده تګلاره ده. په نړیواله سطحه ډیر لږ داسي شرکتونه سته چی د عاجلو بسترونو له پاره دا ډول دستګاوي تولید کړي.

آیا کووید ۱۹ به اوږدمهاله عواقب ولري؟

چینايي کارپوهانو له کووید ۱۹ څخه بیرته جوړ سوو ځینو کسانو په سږو کي شیدو ته ورته، داسي مایع مواد پیدا کړل چي ښايي د بدن پاته اورګانونو ته تاوان ورسوي. نوري پلټني باید اوس دا ثابته کړي چي آیا د هغوي په سږو کي نور فایبروسونه هم جوړ سوي چي په سږو کي د التهاب سبب کیږي. په دې صورت کي بیا آکسیجن په سختۍ سره شریانونو ته داخلیږي. تنفس په سرسري او تیز ډول ترسره کیږي. په نتیجه کي نفس تنګي او وچ ټوخی رامنځته کیږي چی وروسته په ورځني ژوند کي فعالیتونه محدودوي.

خو که په سږو کي دغه فایبروسونه پر وخت او ژر پیدا سي نو کیدای سي د هغه د پراخیدو مخه ونیول سي.

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!