1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په نوي زیلنډ کې پر مسجدونو برید ډیره مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

د نوي زیلنډ د کرایسټ چرچ ښار په دوو مسجدونو کې د شکمنو ترهګریزو بریدونو په پایله کې چارواکي د ۴۹ کسانو وژل کېدل تائیدوي. د برید په شک څلور تنه نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3F6PA
Neuseeland Schießerei in Moschee in Christchurch
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Baker

پولیسو د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو باندې وسلوال برید ته غبرګون ښوولی دی. د خبري آژانسونو د وروستیو رپوټونو له مخې په برید کې ۴۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات سخت ټپیان دي.

تر اوسه کوم معلومات شته؟

-   د نوي زیلنډ لومړۍ وزیره جاسینده آردرن وایي چې په بریدونو کې ۴۹ تنه وژل شوي دي.

-   د یوې ښځې په شمول څلور شکمن کسان نیول شوي دي.

-   چارواکي په یوه مسجد کې د چاودیدونکو موادو د موندلو خبره کوي، چې تر چاودلو دمخه يې خوندي کړي دي.

خو تر اوسه لا دا خبره معلومه نه ده چې په نیول شوو کسانو کې برید کوونکی هم شامل دی که نه.

پولیسو ویلي دي چې د هغو کسانو د خپلوانو له پاره چې احتمالا دغه مسجدونو ته ښايي تللي وي، د تیلفون له لارې د معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره يو مرکز يې پرانیستی دی.

Neuseeland Schießerei in Moschee in Christchurch
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Baker

د آسترالیا لومړي وزیر سکات موریسن دا خبره تائید کړې ده چې لږ تر لږه یو برید کوونکی په آسترالیا کې زیږیدلی د هغه هېواد تبعه دی. هغه دغه غمیزه «د ښي اړخه افراطيت ترهګریز برید» په توګه یاده کړې ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي، ویلي دي چې په النور مسجد کې د برید پر مهال شپږ اندونیزیايان هلته موجود ول. د هغې په خبره درې کسه په تیښته بریالي شوي دي او د درو نورو اندونیزیایي اتباعو لټون دوام لري.

عیني شاهدان څه وایي؟

یوه عیني شاهد د نوي زیلنډ راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې «هر لوري ته وینې وې.» یوه بل تن ویلي دي چې یو کس یي ولید چې تور کالي یي په غاړه ول چې د جمعې د لمانځه پر مهال مجسد ته ننوت چې ورپسې نوموړي عيني شاهد د ډیرو ډزو غږونه واوریدل. د هغه په خبره د پيښې په ځای کې يې ډیر مړه کسان لیدلي دي.

«د نوي زیلنډ د تاریخ یوه توره ورځ»

د نوي زیلنډ لومړۍ وزیري جاسینده آردرن، د دغه هیواد په تاریخ کې د «یوې تورې ورځې» څخه خبرې او یادونه کړې ده. هغې دغه برید د یوه ترهګریز برید په توګه یاد کړی دی. هغې ویلي دي چې د کرایسټ چرچ ښار ته به سفر وکړي.

Neuseeland Angriff auf Moscheen in Christchurch | Jacinda Ardern, Premierministerin
نوي زیلنډ لومړۍ وزیرهانځور: Reuters/TVNZ

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاندې باندې کیږي چې احتمالي برید کوونکي پر مسجد باندې د برید پر مهال دغه ویډیو ثبت کړې ده. د نوي زیلنډ پولیسو غوښتنه کړې ده چې د ټویټر په کانال دغه ویډیو نوره شریکه نه شي.

د نوي زیلنډ او بنګله دېش تر منځ د کریکټ سیالي لغوه شوه

د بنګله دیش او نوي زیلنډ د کریکټ لوبډلو تر منځ د کریکټ لوبه هم لغوه شوې ده. د رپوټونو له مخې د بنګله دیش د لوبډلې لوبغاړي د النور مسجد ته په لاره وو چې وروسته له دغه بریده روغ رمټ ووتل. د بنګله دیش کریکټ بورډ د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې ټوله لوبډله د پیښې وروسته روغه رمټه هوټل ته ستنه شوې ده.

sr/ns (dpa, afp, ap, reuters)