په ننگرهار کي د ملکيانو د وژنې پر ضد لاریون انځورونه
په ننگرهار کي لاريونوالو ويلي چي په روداتو ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۴ ملکيان وژل شوي او ۲ مېرمنې ټپيانې شوي دي. دا خبره يوه حکومتي سرچينه هم تائيدوي. د لاریون انځورونه دلته لیدلی شئ.
یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته ویلي دي چي عملیات تېره شپه د ملي امنیت ۰۲ ځانګړې قطعې د روداتو ولسوالۍ په اړوند شهیدانو مېنه کې کړي دي. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي سړکونو را وتلي او د حکومت ضد شعارونه یې ورکړي.
د سیمې اوسېدونکیو د وژل شویو کسانو جسدونه د تورخم – جلال اباد لویې لارې ته راوړي او په یوه لاریون سره یې لار هم درې ساعته د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
لاریونوالو ویل چې وژل شوو کسانو له هېڅ وسله والې ډلې سره اړیکې نه لرلې او ټول غریبکار ول.
لاریون کوونکي وايي چې وژل شوي ټول ملکیان او د دوو کورنیو غړي دي، چې پر يوه ماشوم سربيره یو پکښې شاوخوا ۷۵کلن سپین ږیری او درې تنکي زلمي شامل دي.
لاریون کوونکو د جسدونو په لیږدولو سره د جلال آباد - تورخم لویه لاره هم د څو ساعتونو له پاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
د حکومتي سرچینو په وینا، په تېرو درو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲۳ ملکيان وژل شوي دي.
د روداتو ولسوالۍ د شهیدانو مېنې یوه اوسېدونکي او د لاریون یوه برخوال عبدالجبار دویچه وله ته وویل: «تېره شپه شاوخوا دولس بجې حکومتي ځواکونو زموږ په کلي کې د عملیاتو پر مهال د یوه دوه میاشتني ماشوم په ګډون ۱۶ ملکیان وژلي او یوه مېرمن یې ټپي کړې ده چې هغه هم عملیات کوونکیو له ځانه سره وړې ده.»
سیمې ته د پيښي د دقیقې څېړنې په موخه د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست په مشرتوب د ورغلي پلاوي یوه غړي مولوي حبیب الله جلال ابادي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکيان او په هېڅ وسله والې ډلې پورې تړاو نه لري.