د ننګرهار په پیښه کې د وژل شویو شمیر ۶۲ تنو ته لوړ شو
۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعهدغه پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي دي چې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي.
تر دې مخکې د هسکې مېنې د کلینیک مسئول ډاکټر زرغون، دویچه ویله ته ویلي وو چې تر اوسه پورې یې کلنیک ته د ۳۲ وژل شويو کسانو جسدونه راوړل شوي دي. هغه زیاته کړې وه چې کلینیک ته همداراز نزدې ۶۰ ټپیان لیږدول شوي.
د چارواکو په خبره د جمعې د لمانځه پر مهال کله چې چاودنه وشوه، په مسجد کې تر ۲۵۰ تنو پورې عبادت کوونکي موجود وو. عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شته خو لا تر اوسه پورې په دقیق ډول روښانه نه ده چې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې څو تنه ماشومان دي.
تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو ځايي چارواکو یې پړه پر اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش اچولې ده. د هغوی په خبره تر همدې کاله پورې داعش د دې سیمې کنترول په لاس کې لره.
په لومړیو کې ویل شوي وو چې د جودرې سیمه کې پر مسجد هاوانونه لګېدلي؛ خو د ننګرهار چارواکي وایي چې لومړني معلومات یې ښیي، چې دا پېښه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
امید دیدار/ ننګرهار