1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننګرهار کې پرلپسې چاودنو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ مرداد ۲۸, دوشنبه

د دوشنبې ورځې د سهار شاوخوا اتو بجو راهیسې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پرلپسې شپږ چاودنې شوي دي چې له امله یې ۳۰ کسان ژوبل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3O6a3
Explosion in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Safi

دغه چاودنې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې دي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل، وايي چې په جلال آباد ښار کې د شپږو چاودنو له ‌په پایله کې له درېو سیمو څخه حوزوي روغتون ته تر اوسه پورې ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.

خو د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند مبارز اتل، وايي چې لومړۍ چاودنه لومړۍ امنیتي حوزه کې پښتونستان واټ ته څېرمه کهنه فروشۍ کوڅه کې شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

دی وايي د دغې پېښې لس کسان تر لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي او درې کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

اتل وايي، دویمه چاودنه عیدګاه مسجد ته څېرمه شيشم باغ سره پر عمومي سړک شوې، چې درې ملکي وګړي پکې سطحي ټپي شوي. هغه زیاتوي چې درېمه چاودنه لومړۍ امنیتي حوزه کې پښتونستان واټ کې شوې ده، چې درې کسان پکې ژوبل شوي دي.

د امنیې قومندانۍ د ویاند د معلوماتو له مخې څلورمه چاودنه هم د لومړۍ حوزې اړوند بنګړیوالو کوڅه کې شوې خو چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

ورته مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی، وايي چې د دوشنبې ورځې له سهاره د ورځې تر ۱۱ نیمو بجو پورې پرلپسې شپږ چاودنې شوي، چې درې یې غږ لرونکي وې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی؛ خو په دریو هغو کې ۱۷کسان ټپیان شوي دي.

دی وايي، د دغو ټپیانو له ډلې د دریو روغتیايي حالت ښه نه دی.

خو د جلال آباد ښار یو شمېر اوسېدونکي او د دغو پېښو عیني شاهدان وايي چې په لومړۍ چاودنه کې چې کهنه فروشۍ کوڅه کې شوې، دوه کسان وژل شوي هم دي. تر اوسه د دغو چاودنو مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا چاودنې داسې مهال شوي، چې د ننګرهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د خپلواکۍ بیرته ګټنې د سلمې کالیزې لمانځنه په مختلفو بڼو روانه ده.

امید دیدار/ ننګرهار