په ننګرهار کې د انتخاباتو پر کمپاین ځانمرګی برید شوی
۱۳۹۷ مهر ۱۰, سهشنبهد ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ شاوخوا يوه نيمه بجه د کامې ولسوالۍ په سنګرسرای سیمه کې شوې ده.
خوږیاڼي په ننگرهار کې د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې، د مرګ ژوبلې ورکړل شوې شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي تغیرات پکې راشي.
د هغه د مالوماتو له مخې، د دغې پېښې قربانیان تر ډېره د پاخه عمر کسان دي.
چارواکو ویلي دي چې د دې پېښې پر مهال خپله عبدالناصر مومند په سیمه کې نه وو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل ويلي دي چې، د پيښي له ځايه څخه د کامې ځايي او د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۳ جسدونه او ۴۲ ټپيان وړل شوي دي چې دمګړۍ یې تداوي روانه ده.
هغه زياته کړه چې د دې پېښې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي دي، چې دغه پېښه د ناصرخان مومند د کمپایني غونډې پر مهال رامنځته شوې ده، چې تر اوسه پکې دوی ۱۰ وژل شوي او ۱۴ ټپیان لیدلي دي.
عیني شاهدان وايي، یاده پېښه کې د ناصرخان مومند د کمپاین مشر پتنګ خان هم وژل شوی؛ خو خپله د ناصر خان مومند په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.