1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په میلیونو امریکایان ښايي خپلې صحي بیمې له لاسه ورکړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو اقتصادي حالت د کرونا وبا له کبله ورځ تر بلې خرابیږي. بيکاري ډيره زياته شوې او ډيری امريکایان خپلې صحي بيمې له لاسه ورکوي. خو ترمپ هڅه کوي چې د کرونا له کبله رامنځ ته شوي محدوديتونه راکم کړي.

https://p.dw.com/p/3cHTG
USA Santa Monica Coronavirus
انځور: picture-alliance/AP Images/R. Vogel

د (کايزر کورنۍ بنسټ) د څيړنو پايله ښيې چې په متحده ايالاتو کې د بيکارۍ له کبله کيداي شي ۲۷ ميلونه وګړي د کرونا وبا په بهير کې خپلې صحي بيمې له لاسه ورکړې. د هغې دليل دا دې چې ډيری کسان د خپلو کارفرمایانو له خوا صحي بیمه شوي دي. په دې منځ کې جمهوررئیس دونالد ترامپ يو ځلې بیا پر ايالاتونو زور راوړې، چې د کرونا له کبله وضع شوي محدوديتونه د امکان تر حده ژر لري کړي، څو د دغه هيواد اقتصاد بيا تحرک پيدا کړې.

بيکاره کسان څرنګه کولې شي خپلې صحي بیمې وساتي؟

په متحده ايالاتو کې چې کله څوک خپل کار له لاسه ورکړي، نو صحي بيمه يې ورسره سمدستي ختمیږې. ډيری کارګران مالي توان نه لري، چې خپل ځان او کورنۍ خصوصي بيمه کړي. دغه څيړنه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې په کښي ويل شوي چې ۲۱ ميلیونه کارګران او د هغوي د کورنۍ غړي چې خپلې صحي بیمې له لاسه ورکوي دولتي مرستو ته دي هیله من اوسي. په دغه شمیر کې شپږ میلونه ماشومان هم راځي. په څيړنه کې راغلې دي چې بیوروکراسۍ او د دولت له خوا کمي مرستي به د کرونا بحران په اوج کې ډيری خلک له صحي بيمو څخه بې برخې کړي. برسیره پردې په دوی کې کابو شپږ میلیونه کسان د دولتي مرستو اخیستلو مستحق نه ګڼل کيږې.

ولي دغه ستونزه په متحده ايالاتو کې دومره سخته ده؟

په متحده ایالاتو کې د مارچ مياشتې راهیسې شا او خوا  ۳۳ میلیونه کسانو د کرونا بحران له کبله د بيکارۍ د پيسو غوښتنه کړې. متحده ايالات په عمل کې يوازینی صنعتي پرمختللې هېواد دی چې د ټولو خلکو له پاره دولتي صحي بيمه نه لری. حتي د کرونا له بحران څخه تر مخه کابو ۲۸ ميلیونه کسانو چې تقریبا د متحده ایالاتو يو پر لسم نفوس جوړوي، صحي بيمه نه درلوده.

USA | Coronavirus | Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

د اوباما په وخت کې داسې نه وو؟

د بارک اوباما د جمهوري رياست پر مهال د صحي بیمو لرلو له پاره لارې ډيرې زياتې وې. په ۲۰۱۰ م کال کې هغه کسان چې صحي بيمه يې نه درلوده، شمير يې ۴۶ ميلیونه وو. هغه نوی سیستم چې د اوباما د صحي بيمې اصلاحاتو په نامه مشهور دې، د اقتصادې اوږد مهاله ودې سره د دې سبب شو چې له صحي بيمو څخه محرومو کسانو  شمير کې په  ۲۰۱۸ م کال کې ۲۸ ميلیونه پورې کمښت راشي.

خو اوس د متحده ايالاتو اقتصاد له يو سخت رکود سره مخ دی. د کايزر کورنۍ بنسټ ويلې چې دغه اقتصادي وضعيت د اوباما صحي بيمې له پاره يوه ازموينه ده. خو جمهور رئیس ترمپ چې د نومبر په ټاکنو کي د جمهوري ریاست دویمي دورې له پاره سیالي کوي غواړي د اوباما صحي بيمې خدماتو بیمه لغوه کړي.

جوبایدن په دي هکله څه وايې؟

جوبایدن چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ديموکراتانو نوماند دی، پر ترمپ تور لګولې چې «د وروستۍ پيړۍ ستر صحي بحران» سره سره د صحي لابي کونکو ګټې د امريکا د خلکو له ګټو څخه ورته لومړيتوب ورکوي. هغه خبرداری ورکړی چې د بحران په بهیر کې بايد د اوباما صحي اصلاحاتو کي کمښت رانه شي. د هغه په خبره ۲۷ میلیونه کسان چې امکان لري خپلې صحي بيمې له لاسه ورکړي، يوازې شمیر نه دې بلکې «دوی زموږ خپلوان، دوستان، ګاونډیان او همکاران دي چې په ډيرې سختئ کار کړې، قواعد يې منلي او اوس پرته له کومې تيروتنې د سختو ستونزو سره مخ دي.»

ترمپ د کرونا له کبله د لګول شوو محدوديتونو پر کمولو ټينګار کوي

ترمپ په پام کې لري چې د کرونا له بحران سره بیا هم په نوي تعلیمي کال کې ښوونځي، پوهنتونونه خپل فعالعیتونه پیل کړي. ترمپ په سپينه ماڼۍ کې وویل: لکه هسي چې د کرونا ویروس پر ځوانانو (ډير کم اغيز) لري نوي تعليمي کال بايد د خپل مخکني پروګرام له مخې پيل شي. هغه زیاته کړه چې د کرونا دمحدويتونو په تړاو پريکړه د هیواد ۵۰ ايالاتونو د مقاماتو پر غاړه ده، خو د ښوونځيو پرانيستل ډير مهم دي.

د ايالاتونو وضعيت څه ډول دې؟

ترمپ پر ايالاتونو د کرونا په اړه محدودیتونو کمولو کې فشار ته دوام ورکوي. ډيرې ايالاتونو د دغه محدوديتونو کمول پيل کړي، هغه هم په داسی حال کې چې د کرونا پاندمي لا کنترول شوې نه ده. ځيني ايالاتونه او نور ښارونه د دغي هیواد پلازميني واشنګتن په ګډون او د نیویارک مهم ښار چې له دغي وبا نه سخت اغيزمن شوې، به د جون په مياشت کې دغه محدوديتونه کم کړي.

په سپينه ماڼۍ کې حالت څه ډول دې؟

ترمپ په خپل معاون پسي خپه شوی. هغه ويلې: «له ډير وخت راهيسې مې مايک پنس نه دې ليدلې او ورپسې خفه شوې يم.» تیره اونۍ تشخيص شوه، چې د پنس وياند پر کرونا اخته شوی. ترامپ ويلې چې د مايک پنس د کرونا معاينه منفي ده او حالت يې ښه دې. سره له دې پريکړه شوې چې يو څه موده له يو بل څخه جلا اووسي «ځکه څرګنده نه ده چې د دغې ليونۍ او خطرناکې ناروغۍ سره څه پييښيدلې شي.»ترامپ زياته کړې «موږ په تليفون کي ډيرې خبرې کوو.»

د ترامپ، پنس او د سپينې ماڼۍ مهمو کارکونکو د کرونا ازموینه هره ورځ  ترسره کيږې. خو د چهارشنبې په ورځ چې د څيړنو پايلې خپرې شوې د چټکو ازمايښتونو  پایلو ډاډمنتوب تر پوښتنې لاندې راولي. دغه څيړنه چې په نيويارک کې ترسره شوې د دې ښکارندوې ده، چې چټک ازمايښت په ډيرو حالاتو کي په دغه ناروغۍ د اخته کيدلو سم تشخيص نه دې کړی.