په مکسیکو کې چاودنې سخته مرګژوبله اړولې ده
۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبهاعلان
د سیمه ایزو رسنیو د رپوټونو په حواله د چاودنې پر مهال د مکسیکو د تلاهویليپان ښار د نفتو د استخراج په مرکز کې د تیلو د پایپ لاین تر څنګ په سلګونو وګړي راټول شوي ول.
مخکې تر دې د تیلو پايپ لاین لیک یا سوری شوی وو او د نږدې شاوخوا سیمو خلکو هڅه کوله چې له لیک شوي ځای څخه په بوشکو او سطلونو کې تیل له ځان سره یوسي.
لا تر اوسه پورې د پیښې پشپړ جزئیات نه دي روښانه شوي خو په یوې ثبت شوي ویډیوي کې لیدل کیږي چې په خلکو کې ویره خپره ده او تر چاودنې وروسته د چغو وهلو په حال کې دي.
اوس هم د تیلو له پایپ لاین څخه د اور لمبې پورته کیږي او د اطفایې ژغورونکي املې دغې ساحې ته د خلکو تګ راتګ بند کړی دی.