په مينه کې وفادار مرغان
د راغونو پنګوين خپل د ژوند ملگرې ته تل وفا لري، که هغه ورڅخه په زرونو کيلومتره لېرې هم وي. نور مرغان هم يوازې يو ملګری لري. خو بيا هم هغوی کله نا کله د ژوند د اصلي ملګري پر ځای له نورو سره ګرځي.
غرنی پنګوين
غرنی پنګوين خپل د ژوند مګري ته تل وفا لري، که هغه ورڅخه په زرونو کيلومتره لېرې هم وي: د دې ثبوت څېړونکو د وړو انتنونو په مرسته کړی دی. له لسو جوړو څخه اووه تر اوږده بېلتون وروسته بېرته يو ځای شوې دي او هګۍ يې په ګډه شاربلي دي.
آبي چڼچڼه
په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه مرغان په ټولنيز لحاظ يو ښځمن ژوند کوي، خو حد اکثر۱۰ سلنه مرغان په رښتيا خپل د ژوند ملګري ته وفا هم لري. د آبي چڼچڼو ماده يا ښځه په شنه سهار خپله ځاله پرېږدي د دې له پاره چې له نورو سره يو ځای شي.
قو
قو نومی مرغه ټول ژوند له يو ملګري سره تېروي او له دې کبله د وفا يو سمبول بلل کيږي. خو ښځينه جنس يې ډېر ځله دغه وفا ماتوي او د جنيتيکي يا ارثي بېلابېلوالي په خاطر له نورو سره اړيکي پالي تر څو د دې په ټولو هګيو کې القا يا بلاربتوب صورت ونيسي.
قاز
قاز هم د قو په کورنۍ پورې اړه لري. د قاز تقريبا ټول انواع په ټولنيز ډول يو ښځمنی ژوند کوي. خو له قو سره په توپير، چې په ګډه ځاله جوړوي، په قاز کې يوازې ښځينه جنس دغه کار تر سره کوي. چيچيان يا بچي بيا دواړه په ګډه روزي. خو آيا دا به په رښتيا د ده خپل بچيان وي؟
طوطي
د طوطيانو ډېر انواع په غټو ډلو کې ژوند کوي څو له ښکاري ژويو څخه خوندي پاته شي. خو دغه ډلي بيا په جوړو وېشلې کيږي چې ټول عمر يو بل ته وفاداره پاتيږي.
لک لک
لک لکان لکه چې په رښتيا سره خپل د ژوند ملګري ته وفاداره پاتيږي. هغه د ځالې جوړولو پر څرنګوالي هم اړه لري، چې نارينه جنس لومړی راځي او ځاله جوړوي. ورپسې بيا ښځينه جنس له جنوب څخه رادانګي. دا چې لک لکان ډېر کم دي، نو د ژوند بل ملګری پيدا کول هسې هم څه آسانه کار نه دی.