1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميانمار کې د مسلمانانو له پاره د هيلو څرک شته؟

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

دوی پخوا څنګ په څنګ د ګاونډيانو په توګه سره ژوند کاوه. خو اوس د بودايانو او مسلمانانو تر منځ ګډ ژوند سخت شوی. هتو ماونګ بيا هم له خپلو بودايي ملګرو سره په ګډه ډوډۍ خوري.

https://p.dw.com/p/3TWFb
Indien 2016 | Hameeda Begum, Rohingya-Flüchtling
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelam

په ميانمار کې وسله والو ځواکونو داسې ګرځبنديز جاري کړی چې مسلمان هتو ماونګ يې له مخې يوازې کله نا کله له خپلو ملګرو سره کتلی شي. هغه بيا وروسته اړ وي چې خپل هغه خټين کمپ ته ستون شي چې د کياوکپهيو ښار مسلمانان پکې له اوو کلونو راهيسې ژوند کوي.
په ۲۰۱۲ کال کې د ميانمار په لويديځ کې ناکرارۍ او ستونزې هغه مهال پيل شوې چې د يوې آوازې له مخې مسلمانو نارينه و په يوې بودايي ښځې باندې جنسي تېری کړی وو. په دې پسې د قهرېدلو خلکو له خوا د مسلمانانو کورونه لوټ شول او پوليسو د «هغوی د خونديتوب» له کبله مسلمانان داسې ځايونو ته بوتلل چې وروسته ورڅخه کمپونه يا پنډغالي جوړ شول. 
هغه وخت څه باندې ۲۰۰ تنه مړه او په لسګونو زره تنه بې ځايه شول. له دې کبله هغو پراخو ناکراريو ته لاره هواره شوه چې پنځه کاله وروسته (په ۲۰۱۷ کال کې) پکې په سلګونو زره روهينګيايي مسلمانان د خونړيو پېښو قربانيان شول. ډېر خلک وېره لري چې دغه فرقه يي تاوتريخوالی او مذهبي بېلتون به په اوږده موده پاتې شي. 

چارواکي هم د مسلمانانو له بيا ادغام ډاريږي

چارواکي هم ادعا کوي چې د شړل شوو کسانو بيا ادغام ښايي د نورو تازه ناکراريو باعث وګرځي. خو ځينو مسلمانانو په کياوکپهيو کې له بودايانو سره خپله ملګرتيا ساتلې ده او هغه تر نن ورځې پورې پالي. په دې سره هغسې هيلې هم تړلې او يو څه راغوړېدلې دي چې پخوانۍ اړيکې بيخي له منځه تللې نه دي او ښايي عادي حالت يو وخت بېرته حاکم شي. 
هتو ماونګ وايي چې «د دغه ښار خلکو راباندې بريد نه وو کړی». د هغه په نظر نورو خلکو له نورو ځايونو څخه دغه کار کړی دی. د دغه هېواد په پارلمان کې د کياوکپهيو ښار د ولس استازی کياو تهان، وايي چې ښار يې دې ته آماده دی چې مسلمانانو ته د بيا راتلو اجازه ورکړي، خو حکومت بايد لومړی شين څراغ ورکړي. د هغه په خبره «په کمپ کې مېشت کسان هم زموږ اتباع دي» چې له کبله يې نوموړی د «انسانيت پر نه شتون» نيوکه کوي.هتو ماونګ چې نوم يې تغيير کړل شوی څو هويت يې بربنډ نه شي، او نور مسلمانان يوازې د وسله والو پوليسو په بدرګه دوه ساعته وخت لري څو ښار ته ولاړ شي. هتو ماونګ د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «زه ځان ښه نه حس کوم. ما هيڅکله تصور نه شوای کولی چې داسې څه به پېښيږي.» دی او په کمپ کې مېشت نور کسان د کمان په نوم مسلمان اقليت پورې اړه لري. دوی د روهينګيا مسلمانانو سره په توپير داسې يو اقليت تشکيلوي چې په اکثريت بودايي ميانمار هېواد کې په رسميت پېژندل شوی دی. خو دغه رسميت هم ورسره کومه مرسته نه ده کړې کله چې په هېواد کې ناکرارۍ او د مسلمانانو پر ضد ناوړه احساسات خپاره شول او اوج ته ورسېدل.

Bangladesch Demonstration Rohingya im Flüchtlingslager Kutupalong
له ميانمار څخه تښتېدلي مسلمانان ډېر کړېدلي دي.انځور: Reuters/R. Rahman

AFP/ns/sr