د موريا کمپ د مهاجرو د منلو غوښتنو زور اخيستی
۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبهد آلمان د همکارۍ او اقتصاد وزير وړانديز کړې چې فدرال دولت دې ژر تر ژره له لیسبوس ټاپو څخه پناه غوښتونکې يونان ته انتقال کړي. نوموړي وزير ګیرد مولر د چهار شنبې په ورځ وويل، چې هیواد يې هم بايد انساني يووالې څرګند کړي.
د آلمان دولت تردې دمخه د پناه غوښتونکو قبلولو په هکله څه نه وو ویلې او یوازې د یونان دولت سره يې د ملګرتیا په اړه خبرې کړې وې. خو اوس بيلا بيلو ايالاتونو په لیسبوس کې د اوسیدونکو مهاجرو د قبلولو له پاره خپل چمتووالې اعلان کړې.
دغه راز مولر ټینګار وکړ:« دغه ستونزه د اروپا پياوړو هيوادونو په ملګرتیا سره اواريدلی شي. فرانسه او نور هیوادونه باید د مرستي له پاره راشي. موږ نه شو کولې اجازه ورکړو چې انسانان په ځنګل کې له منځه ولاړ شي.»
هغه پر اروپايې کمیسون باندې د پناه غوښتونکو ګڼ ميشته کمپونو په تړاو انتقاد وکړ او ویې ويل:« له حالاتو څرګنده وه چې دغه ډول ناورین به رامنځ ته کیږې.» مولر خبردارې ورکړ چې ورته ناورین په نورو کمپونو لکه بالکان، لبنان او نورو سیمو کې له تصوره لرې نه دي.
د آلمان سوسیال ديموکرات ګوند د انګيلا ميرکل له دولت څخه غوښتنه کړي، چې په يو چټک اقدام سره دې د ډير شمير پناه غوښتونکو له پاره لاره پرانيزې.
ډير ایالاتونه پر داخله وزير هورست زیهوفر باندې فشار راوړي، چې د پناه غوښتونکو د قبلولو له پاره يوه طرحه وړاندې کړي. د آلمان په بيلا بیلو ايالاتونو کې واحده طرحه او کړنلاره شتون نه لری. د آلمان د نورت راين ويست فالن ايالت لومړې وزير، ارمين لاشت هوډ لری چې د لسبوس ټاپو له موریا کمپ څخه ۱۰۰۰ تنه پناه غوښتونکي دغې ايالت ته انتقال کړي. په داسی حال کې چې د راينلند فالتس ايالت د ټول آلمان له پاره د ۱۰۰۰ مهاجرو د لیږد غوښتونکې دې.
د اتريش بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ د چهارشبنې په ماښام وویل،چې هيواد يې د پناه غوښتونکو د قبلولو په ځای ښه ګڼې چې په هماغه ځای کې ورسره مرسته وکړي. د هغه په خبره له موريا کمپ څخه د پناه غوښتونکو انتقال پرته له شکه چې خالي شوې کمپ به له نورو مهاجرو ډک شی او دغه لړۍ به هیڅکله پاې ته ونه رسیږې. هغه د پناه غوښتونکو په بحران کي له »عاطفياحساس« لرلو څخه خبردارې ورکړ.
د فرانسې دولت ويلې چې په خپلو مسؤليتونو پوهیږې او ډير ژر به له پناه غوښتونکو سره د مرستې له پاره خپل د يووالي پروګرام اعلان کړي. د هالند دولت اعلان کړې چې د همکارۍ له پاره چمتو دې،خو هيڅ کوم نوي پناه غوښتونکې به ونه منې.
په پراخه ساحه کې د اورلگيدنه
د چهارشنبې په ماښام د موريا کمپ ته څيرمه نوې اور لګيدنې پيل شوې. د يونان رسنيو د رپوټ له مخې د موريا کمپ په سويل او ختيځ کې دوه سيمې چې د سه شنبې ورځ له اورلګيدنې څخه بچ پاتې شوې وې په اور کې وسوزيدلې. د چهارشنبې ورځ له مازپښين وروسته د يونان د مهاجرت او پناه غوښتونکو وزارت اعلان کړې وو، چې دولت یې هوډ لري په یادو دوو سیمو کي بې کوره شويو کسانو له پاره نوې خیمې ودروي. د بې پولې ډاکټرانو يو کارکونکي په تويتري پيغام کي په کمپ کي د نوو اورلګيدنو پخلې کړې:« له سترو اور لګيدنو څخه وروسته کمپ ته يو شمير اوسیدونکي بیرته راوګرزیدل، خو اوس بيا اور لګيدلې.» هغه ټينګار کوي:« دغه ځای امن نه دي او کمپ باید ډير ژر خالي شي، اوسیدونکي يونان او نورو اروپايي هیوادونو ته وليږدول شي.»
هغه پر اروپايي اتحاديې انتقاد کړې چې تر اوسه يې د مهاجرينو بحران پر وړاندې يوه گډه سیاسي لاره نه دې رامنځ ته کړي. له ۱۲ زره څخه زيات پناه غوښتونکي چې د اور لګيدنې له کبله بې کوره شوي اوس بايد په کښتيو او خيمو کي ځاي په ځای شې .د يونان د مهاجرينو وزیر تونيس ميتاراکس چې د وضعيت د ارزوني له پاره لیسبوس ته تللې وو له مهاجرينو يې غوښتې چې قانون ته درناوې وکړې. په اتن کي ځينې سیاسي چارواکي په دې اند دي، چې يو شمير پناه غوښتونکو په قصدي ډول په اور لګيدنې لاس پورې کړې. هغوي د کرونا ويروس خپريدلو له ډاره غواړي ډير ژر له کمپ څخه ووځي.
دغه کمپ د ۲۵۰۰ کسانو د اوسیدلو وړتيا لري، خو له ۱۵ زره زيات کسان په کي اوسیږې. د يو شمیر رپوټونو له مخې په ټاپو کي د سيمه ایزو اوسیدونکو او د ځينو پناه غوښتونکو تر منځ شخړې رامنځ ته شوې.
د اور له خاموشه کولو وروسته د یونان دولت لومړنۍ پريکړه دا وه چې له لیسبوس ټاپو څخه يونان ته تر ۴۰۰ زيات بې سرپرسته ماشومان انتقال کړي. دغه پروګرام به ډير ژر پيل شي. د آتن د چارواکو په خبره د لیسبوس ټاپو په موريا کمپ کي چاته زيان نه دې رسیدلې. د بې پولې ډاکټرانو سازمان په روغتيايي برخه کې له سختو ستونزو څخه خبره وکړه.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(08.02.2020):