په منفي ۳۰ درجو کې د سایبریا د قبیلو ژوند
په «تیوا» خپلواکمن جمهوریت کې د ژمي په موسم کې د هوا درجه له منفي ۲۸ درجو څخه تر منفي ۴۵ درجو پوري رسیږي. په دغو شرایطو کې شپانه په داسې کوډلو کې ژوند کوي چې د حیواناتو له پوست او ویښتانو څخه جوړ شوي وي.
تیوا د روسیې خپلواکمن جمهوریت دی چې د سایبریا په سویل او د مغولستان په شمال کې موقعیت لري. د تیوا چار چاپیره غرونه راتاو دي. د تیوا د پلازمینې کیزیل په سویل کې د کارا خاریا سیمه د کوچیانو د څړ ځای په توګه گڼل کیږي.
تانزوروم داریسیو د توا، بزګر دی دی. هغه په کارا خاریا کې د یوه شخصي کروندې، پالیز مالک دی او هلته له خپلو رمو سره ژوند کوي.
داریسیو په خپل فارم کې تر سلو زیات حیوانات ساتي. پسونه او بزې په دغه فارم کې ژوند کوي چې د سانتي ګراد درجه پکښې منفي ۲۷ درجې ده.
دغه څاروي مقاومت لرونکي وړۍ لري او په دې سره څاروي کولای شي چې د سختې هوا له شرایطو سره ځان برابر کړي. د اویمیاکن او ورخویاسنک په ښارونو کې آن هوا کله منفي ۷۰ درجو ته رسیږي. دغه دوې سیمې په نړۍ کي تر ټولو سړې سیمې شمیرل کیږي چې انسانان پکښې ژوند کوي. اویمیاکین شا او خوال ۸۰۰ تنه نفوس لري او تل په واورو پوښلی وي.
د داریسیو فارم د یوې یخ وهلي سیمې په منځ کې موقعیت لري. د دغو سیمو کوچیانو خپلې کوډلې یا خیمې په دغه سیمه کې جوړي کړي دي چې یورت ورته ویل کیږي. د یورت، ټکی ترکي ریښه لري چې په منځنۍ آسیا کې یې مغول او ترک قبیلې څادرونو یا هغو دودیزو خیمو ته وایي چې د کورونو په توګه ترې استفاده کوي.
تانزوروم داریسیو (له کیڼ اړخه دوهم کس) يه یوه یورت کې د خپلو ګاونډیانو او خپلوانو تر څنګ لیدل کیږي. کوچیان یو د بل تر څنګ د څو یورت یا خیمو په درولو سره یو ډول کمپ جوړوي څو له دې لارې د یخنۍ پر وړاندې خپل ځانونه خوندي کړي. یورت په اصل کې د خوب، پخلنځي، او د کوچیانو د ژوندانه تیرولو ځای دی. دغه کوډلې د پسونو یا میږو له وړیو جوړیږي.
د تیوا شپانه له ډول نقیله وسیلې څخه کار اخلي چې د یو ډول وحشي اوښانو پورې تړل کیږي. له اوښانو څخه د آسیا په لویه وچه کې په لویه کچه د بار وړونکو حیواناتو په توګه استفاده کیږي. هغوی کولای شي د سیمې له چاپیریال سره ځان بلد کړي.
د وحشي اوښانو شمیر د ښکار له کبله ډیر سخت کم شوی دی. داسې اټکل کیږي چې په ټوله نړۍ کې دوه نیم میلیونه وحشي اوښان وي.