په مصر کې یوې چاونې ۱۴ کسان ووژل
۱۳۹۲ دی ۳, سهشنبهد سه شنبې په سهار وختې د رامنځ ته شوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. دغه چاودنه د مصر په المنصوره ښار کې د پولیسو دفتر ته نزدې رامنځ ته شوه. ویل کیږي چې چاودنه د یوه موټر بم له کبله پېښ شوې ده.
په دې چاودنه کې د ښار د پولیسو د مشر په گډون شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د چاودنې له کبله شاوخوا ودانیو ته سخت زیان رسیدلی دی او پخپله د پولیسو د دفتر د ودانۍ یوه برخه نړیدلې ده.
تر برید لږ وروسته د مصر د موقت حکومت ویاند شریف شوکي، د چاودنې پړه پر اخوان المسلمین باندې واچوله. دغه خبره د مینا خبرې آژانس کړې ده. د مصر د حکومت دغه ویاند وویل: «لومړي وزیر د اخوان المسلمین ډله د یوه ترهگر سازمان په توگه پیژندلې ده.»
اخوان المسلمین د روان کال د جولای میاشتې له دریمې نیټې راهیسې د خپل غړي او پخواني ولسمشر محمد مرسي، د بیرته واک ته راتلو غوښتنې کوي. مرسي تر دې مخکې تر سختو مظاهرو وروسته او بیا د پوځ د مداخلې په پایله کې له واکه گوښه کړای شو. مرسي له واکه تر گوښه کیدو وروسته د پوځ له خوا ونیول شو.
د اخوان المسلمین پلویان او پوځ د مرسي تر بندي کیدو وروسته له یو بل سره په مخالفت کې دي. د اخوان المسلمین د غړو ډیرې مظاهرې د موقت حکومت له خوا چې پوځ یې ملاتړ کوي په سختي ځواب شوي دي.