1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د سکس توریزم؛ د اوړي د رخصتیو له پاره ناوې

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

په مصر کې سلګونه کم سنه نجونې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ له پاره له بډایه سیلانیانو سره د لنډې مودې له پاره ودونه کوي. دغه ودونه قانوني بڼه نه لري، او د بهرنیو سیلانیانو په بیرته تګ سره پای مومي.

https://p.dw.com/p/3Sw7q
Ägypten Tempel der Pharaonin Hatschepsut bei Luxor
انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۰۸م کال د اوړي ګرمې ورځې وې چې یو چا دروازه ټک ټک کړه. هویدا هغه مهال ۱۵ کلنه وه. د هغې د کور دروازې ته یو سړی ولاړ وو. سړي د نجلۍ له ناسکه يا میرې مور او سکه پلار سره لنډې خبرې وکړې او تر خبرو وروسته داسې ښکاریدل چې دوی توافق ته رسیدلي وي. تر دې لنډو خبرو وروسته، هویدا اوس باید د سعودي عربستان له دغه سړي سره د شاوخوا ۱۷۵۰ یورو په بدل کې واده وکړي. د دغه واده موده ۲۰ ورځې ټاکل شوې چې په دې موده کې پر پیغلې هویدا څو ځله جنسي تجاوز شوی دی. تر دې لنډ واده وروسته، د سعودي عربستان وګړي بیرته خپل هیواد ته مخه کړه او د رخصتیو وخت یې پای ته ورسید.

په دې ترتیب سره، هویدا یوازې د اوړي په موسم کې د بهرنیو سیلانیانو له پاره یوه ناوې وه. دغه واد په اصل کې د ځان پلورنې له پاره یو مناسب او عشقي نوم دی. هر کال د خلیج هیوادونو بډایه سیلانیان مصر ته سفرونه کوي او د اوړي د رخصتیو پرمهال له پیغلو مصري نجونو سره لنډ ودونه کوي او بیا بیرته خپلو هیوادونو ته ګرځي.

د ناوې هویدا د کورنۍ له پاره د ولور دغه پیسې خورا ډیرې پیسې دي، چې د دوی د څو کلونو له معاش سره برابرې دي. د هویدا ښه په یاد دي چې د واده له پاره یې کورنۍ څه ورته ویلي وو. هغه په یادوي: «هر څه راته ډیر جالب وو. کورنۍ مې را ته وویل چې کالي او تحفې به هم ترلاسه کړم. زه هغه وخت ډیره کوچنۍ وم  او په پای کې مې خپل موافقت وښود.» د هویدا کورنۍ په ترلاسه شویو پیسو خپل کور ته د کالیو مینځلو یو ماشین او یو یخچال واخیست.

په هر کتاب پلورنځي کې د نکاح خطونو موجودیت

په مصر کې د دغه راز ودونو کاغذي کارونه په ډیرې چټکۍ سره کیږي. د دې هیواد په کابو هر کتاب پلورنځي کې نکاح خطونه موندل کیږي. په دې برخه کې د منځګړو او وکیلانو موجودیت دا ډاډمنوي چې دغه راز ودونه په پټه او عاجله توګه ترسره شي. دغه راز ودونه په مصر کې رسمیت نه لري، نو له دې امله څومره چې ژر صورت نیستي، په همدې سرعت بیرته لغوه کیږي هم.

هویدا اوس ۲۸ کلنه ده او تر اوسه پورې یې اته ځله واده کړی دی. هر ځل د هغې د واده موده یوازې څو ورځې وه. هغه اوس د خپل تیر وخت له کبله پښیمانه ده او نه غواړي چې اصلي نوم یې بربنډ شي. هغه اوس یو تور نقاب اغوندي چې یوازې سترګې یې ترې ښکاري. د حجاب یا نقاب تر شا د ښه جلد لرونکې یوه میرمن چې ویښته یې هم تر اوږو پورې دي، پټه ده.

کله چې هویدا د لومړي ځل پاره دغه واده وکړ، هغه مهال نوموړې د مصر پلازمیني قاهرې په شمال غرب لوري په شل کیلومترۍ کې پروت د اوسیم په نامه په یوه کلي کې له خپلې کورنۍ سره ګډ ژوند کوو. هویدا هغه مهال له خپل پلار، ناسکه مور او شپږو ناسکه ورونو او خویندو سره یوازې په دریو کوچنیو خونو کې ژوند کوو.

Ägypten verschleierte Frauen Flash-Galerie
انځور: AP

هر څه  دومره اسانه نه وو، لکه هويدا چې هغه مهال فکر کړی وو. هغه وايي: «زه ډیره عاجزه وم. ما پر مینې باور درلود. لومړۍ شپه مې ډیره بده وه. بیا وروسته مې روانې ستونزې پیدا کړې.» خو سره له دې هم، د هویدا کورنۍ هغه په راتلونکي اوړي کې بیا یوه بل کس ته واده کړه. دا ځل، د کویت هیواد یو بډایه سیلاني وو، او دا ځل یې د هویدا کورنۍ ته یوازې ۶۰۰ یورو ورکړې. د دې کار دلیل دا وو چې دا ځل هویدا باکره نه وه.

په پیسو روږدي کیدل

احمد مصلحي چې یو وکیل دی او له یوې غیر دولتي ادارې سره د ځان پلورنې او انساني قاچاق په برخه کې سلا مشورې ورکوي، وايي چې د هویدا کیسه په مصر کې غیر عادي نه ده. مصلحي وايي: «ډیری نجونې غواړي چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي او په رضاکارانه توګه دغه راز ودونه کوي. دوی یو ځل نه څو ځله دغه ودونه کوي ځکه چې ځینې وخت پیسې سړی روږدی کوي.» د صالحي په خبره، د مصر په دغو سیمو کې هره کورنۍ اوه یا اته اولادونه لري او ځینې ان له دې هم ډیر اولادونه لري. هره نجلۍ د کور د یوه منزل او یا هم د یوه موټر سره برابره ده.

د مصر د پلازمینې قاهرې په شاوخوا کې سیمې ډیرې بې وزله دي. د دې سیمې څلورمه برخه د ورځې له دوو ډالرو کم عاید لري. دغه څه د دې سبب کیږي چې دوی د پیسو په مقابل کې سکس ته مخه کړي. په ځینو مواردو کې د نجونو عمر، ښایست، ظاهري بڼې، د واده د مودې او باکره والي له پاره نجونو ته ان له ۱۰۰ زرو هم ډیرې یورو ورکول کیږي. په ځینو مواردو کې ان د دغه راز ودونو له پاره د هوټلونو او کورنو بندوبست هم کیږي.

قانون خپل محدودیت لري

په ۲۰۱۲م کال کې احمد مصلحي د ودونو یوه برابرونکې او د هغې د همکارانو په ګډون یې یولس تنه محکمې ته حاضر کړل. دوی ته د محکمې له لوري له شپږو میاشتو نیولې ان تر ۱۸ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شوه. پر دوی باندې د انساني قاچاق تور پورې کړل شوی وو. په مصر کې د دغه راز ودونو رسمي شمیرې لا هم موجودې نه دي خو په دې هیواد کې غیر دولتي سازمانونه اټکل کوي چې هر کال د اوړي په موسم کې زرګونه کسان مصر ته راځي او دلته د لنډې مودې له پاره ودونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې هویدا اوس له دغو کارونو لاس اخیستی دی او هغه اوس هم له خپل سکه پلار او ناسکه مور سره ګډ ژوند کوي. هغه وایي: «زه نور له دوی ډار نه لرم، خو له دوی نفرت لرم. په خاصه توګه له خپل پلاره نفرت لرم. هغه ولې د دې کار اجازه ورکړې وه؟» هویدا اوس د یوه ریښتیني واده له پاره د یوه کس په لټه کې ده. خو په دې برخه کې اصلي ستونزه دا ده چې په مصر کې دغه راز ناوې ښه ځای نه لري او دوی تر ډیره پورې یوازې پاتې کیږي.   

منبع:‌ د قنطره ویبپاڼه         

زموږ له آرشیف څخه: