1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د اخوان المسلمين ۷۵ تنه په اعدام محکوم شوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

د مصر محکمې د اخوان المسملين ډلې د ۷۵ تنو د عدام حکم صادر کړی دی. پر دغو کسانو تور دی چې په دغه هیواد کې یې وروسته له کودتا څخه خلک اعتصاب، مظاهرو او جنایتونو ته را بللي دي. دغې محکمې تر ۷۰۰ ډیرو دوسیو ته رسیدګي کړې.

https://p.dw.com/p/34ZOM
Ägypten | Massenverurteilungen mit 75 Todesurteilen für Anhänger der Muslimbruderschaft
انځور: Reuters/A. A. Dalsh

په مصر کې د قضایي کړیو په حواله په دغه هیواد کې هغه ۷۵ تنه پر اعدام محکوم شوي دي چې د محمد مرسي پر ضد تر کودتا وروسته یې خلک اعتصاب، مظاهرو، زورزیاتي او جنایت ته رابللي او غیر قانوني سازمانونه یې جوړ کړي دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله محکمې خپل حکم د روان کال په جنورۍ صادر کړی وو، خو د محکمې رئیس په دې نظر وو چې په دې اړه د مصر د مفتي اعظم یا لوی مفتي مثبت نظر هم اړين دی. البته په مصر کې د مفتي اعظم نظر الزامي اجرایي بڼه نه لري، خو نظر یې مراعت کیږي.

د هغو کسانو په ډله کې چې د اعدام حکم یې صادر شوی دی د اخوان المسلين اسلامپالې ډلې د رهبرۍ غړي هم شتون لري. د اعدام حکمونه په داسې یو وخت کې صادریږي چې د اخوان المسلمين لوی رهبر په ابدي بند محکوم شوی دی.

د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد د کودتا راهیسې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې د هغه ۷۳۹ پلویان محاکمه شوي دي. په دې محکمه کې د اخوان المسلمين ډلې ډیري غړي په اعدام محکوم شوي دي.

محمد مرسي د حسني مبارک تر سقوط وروسته لومړی ولسمشر وو چې د ۲۰۱۲ م کال په ټاکنو کې بریالی شو. خو نوموړی یو کال وروسته د پوځ د نظامي کودتا په پایله کې له واکه ليرې کړای شو. نوموړی په قاهره او نورو ښارونو کې وروسته له سختو مظاهرو او خونړیو شخړو څخه له واکه راپرځول شو.

په دې شرایطو کې د مصر پوځ د الفتاح السیسي په مشرۍ قدرت په لاس کې ونيوه او مرسي او د اخوان المسلين لوړپوړي غړي یې بندیان کړل. السیسي د ۲۰۱۴ م کال په جنورۍ کې د مصر د ولسمشر په توګه وټاکل شو.