په مصر کي د ټاکنو د ترسره کېدو وخت اعلان شو
۱۳۹۲ تیر ۱۸, سهشنبهمنصور (چې په انځور کې ښوول شوی دی) د مصر له سیاسي ډلو سره تر سلا مشورو وروسته د دوشنبې په ورځ د اساسي قانون په اړه خپله اعلامیه واوروله. په دې اعلامیه کې راغلي دي چې ۱۵ حقوق پوهان به د ۱۵ ورځو په ترڅ کې د مصر پر اساسي قانون باندې کار پیل کړي. دغه قانون تر دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې د مصر د گوښه شوي ولسمشر محمد مرسي له خو پکښې بدلون راوستل شوی وو.
پر دې سربیره د مصر موقت ولسمشر وویل چې په دغه هیواد کې به د جنوري تر میاشتې پورې د «اصلاح شوي اساسي قانون» په اړه یوه ټول پوښتنه او پارلماني ټاکنې ترسره شي. د ټاکنو له پاره یوه مشخصه نیټه به وروسته اعلان شي.
په لسهاو تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي
د دوشنبې په ورځ په مصر کي لږ تر لږه ۵۱ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. دغو کسانو د مرسي په پلوي مظاهرې کولې. دغه مظاهره کوونکي هغه وخت ووژل شول چې د «جمهوري گارد» د مرکز مخي ته د احتجاجونو پر مهال پر هغوی باندې ډزې وشوې. ویل کیږي چې پوځ د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په همدې ځای کې ساتي.
پوځ ویلي دي چې هغوی هغه وخت پر مظاهره کوونکو باندي ډزې وکړې چې هغوی دې مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه.
تر دې وروسته د اخوان المسلمین گوند پر مصریانو باندي غږ وکړ چې د «پوځ پر ضد ودریږي ځکه پوځ غواړي د ټانکونو په واسطه د هغوی آزادي سلب کړي.»
پر دې سربیره دې ډلې له نړیوالو څخه وغوښتل چې د مصر په چارو کې مداخله وکړي او د لا ډیرو عام وژنو مخه ونیسي. اخوان المسلمین ویلي دي چې په عربي نړۍ کې د یوې بلې سوریې د رامنځ ته کیدو مخه باید ونیول شي.
پر دې سربیره اسلامپاله النور گوند هم ویلي دي چې د دوشنبې تر وژنو وروسته به د مصر لو نوي رهبرۍ سره خبري اتري و نه کړي. دغه گوند تر دې مخکې ویلي ول چې غواړي د مصر له موقت حکومت سره کار وکړي.
په مصر کې د دوشنبې ورځ په پېښه کې همداراز ۴۵۳ کسان ټپیان شوي هم دي. پر دې سربیره پوځ شاوخوا ۲۰۰ کسان نیولي هم دي. ملگرو ملتونو او د مصر موقت حکومت د دغي پېښي په اړه د مستقلو څېړنو د ترسره کولو امر کړی دی.