په مسکو کې د اعتراضي مظاهرو د لړۍ دوام لري
۱۳۹۸ مرداد ۲۰, یکشنبهپه لسګونو زره کسانو په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو له خوا احاطه شوي ول، د آزادو ټاکنو د ترسره کولو او د پولیسو د تاوتریخوالي پر ضد مظاهرې وکړې. رسمي سرچينو په دغو مظاهرو کې د ۳۰ زره او عیني شاهدانو د ۵۰ زره کسانو د ګډون خبر ورکړی دی.
د پلازمېنې مسکو په ساخاروف میدان کې د شنبې ورځې (د اګست میاشتې۱۰ مه) اعتراضونه په تیرو څو کلونو کې په دې ښار کې د ترسره شویو مظاهرو تر ټولو لویې مظاهرې وې.
د مظاهرې ګډون کونکو شعارونه ورکول: «روسیه بې له پوتینه». په هغو پلاکاټونو کې چې دوی له ځان سره لیږدول لیکل شوي وو: «ټاکنې مسکو ته را وګرځوئ»، «مونږ انتخابوو»، «زه د انتخاب حق لرم» او «زه په غوسه یم».
د سانت پیترسبورګ په څیر د روسیي په نورو ښارونو کې هم د مسکو له مظاهرو سره د پيوستون د نښې په توګه مظاهرې ترسره شوي دي.
د اتباعو د حقونو پلوي انټرنټ پاڼې (OWD-Info) تر اوسه پورې د ټولې روسیي په سطحه د ۲۴۵ تنو د نیول کیدو خبر ورکړی دی چې په حواله يې له دغو څخه ۱۴۶ تنه یوازې په ماسکو کې نیول شوي دي.
د مسکو پولیسو لیوبوف سوبول، چې د اپوزیسیون یوه له مخکښو څیرو څخه ده د مظاهرو له پیل څخه څو ساعته مخکې ونیوله او کاري دفتر یي ورته پلټلی دی. سوبول، د روسیي د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مشهور منتقد الکسې ناوالني یوه له نږدې همکارانو څخه ده.
روسیي چارواکو ویلي دي چې داسې اطلاعات یي ترلاسه کړي وو چې سوبول، او نورو فعالانو غوښتل چې د مظاهرو په ترڅ کې په تحرکاتو لاس پورې کړي.
پولیس تر اعتراضونو مخکې اعلان کړی وو چې په ټول ځواک سره به د «غیر قانوني حرکتونو» پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي. په مظاهرو کې ګډون کونکي د «د ټولنې د نا ارامه کونکو تحرکاتو» په جرم تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.
له دغو مظاهرو څخه د اپوزیسیون هدف دا دی چې د ښاري شوراګانو په انتخاباتو کې چې ټاکل شوې وده په راتلونکو څلورو اونیو کې به ترسره شي، د دوی نوماندانو ته د ګډون کولو اجازه ورکړل شي.
د روسي د حکومت انتقاد کونکو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه نه ده ورکړل شوې. دوی ته ویل شوي دي چې په ټاکنو کې د ګډون کولو د غوښتنلیکونو وړاندې کولو پر مهال یي تیروتنه کړې ده او لازم اسناد او د فورمونو د ډکولو په برخه کې یي اشتباهات کړي دي.
د روسیي د اپوزیسیون ډير شمیر سیاستوال همدا اوس بندیان دي. د سپټامبر په میاشت کې د ښاري شوراګانو ټاکنې په حقیقت کې د ټول هیواد په کچه د ۲۰۲۰م کال د پارلماني انتخاباتو له پاره د یوې ارزیانې حیثیت لري.
په یوه اونۍ دا څلورم ځل دی چې په مسکو کې په دومره پراخه پيمان مظاهرې ترسره کیږي. په تیرو دوو دوشنبې ګانو کې د هغو مظاهرو په ترڅ کې چې د حکومت له خوا یي جواز نه وو ورکړل شوی، تر دوو زرو ډیر کسان، چې یو شمیر یي په موقت ډول نیول شوي ول. امنیتي ځواکونو له سوله ایزو مظاهره کونکو سره له ډیر شدید چلن څخه کار اخیستی وو. د دغو مظاهرو په ترڅ کې د امنیتي کارکوکو چلن په نړیواله کچه د سختو غبرګونونو سره مل وو.
دویچه ویله فارسي/ش.ن/ا.ا