1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مریخ کې يو روبوت خاورو او طوفان راگرځولی دی

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د ناسا څیړونکي په مریخ کې د سړې هوا او د لمر د نه شتون له امله اندیښمن دي چې ښايي مریخ ته لیږل شوی د اپورچونیتي په نامه روبوټ به له ستونزو سره مخامخ شي. له دې روبوت سره له اوو ورځو راهیسې تماس قطع شوی دی.

https://p.dw.com/p/2zWlT
Marsrover Opportunity
انځور: picture-alliance/dpa/Nasa

د امریکا ملي فضايي ادارې یا «ناسا» د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې په مریخ کې د خاورو یوه بې ساري طوفان د «اپورچونیټي» په نامه د دوی تر ټولو پخوانی او فعال روبوت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د دې طوفان د لومړیو نخښو خبر چې د مریخ له څلورو څخه یوه برخه یې پوښلې ده، د می میاشتي پر ۳۰ نیټه ورکړل شوی دی. اټکل کیږي چې دغه طوفان به په راتلونکو څو ورځو کې ټول مریخ محاصره کړي.

په تیاره کې بند پاته د «اپورچونیټي» په نامه دغه ربوټ د عمیق خوب حالت ته تللی، څو د بطرۍ چارج یې خوندي وساتل شي. دغه روبوت چې د سولري بریښنا پر مټ فعالیت کوي، دغه حالت ته یوازې د شپې پرمهال ځي، څو خپله بریښنا د لا ډیر فعالیت له پاره وژغوري.

داسې انګیرنې هم شته چې د خاورو دغه طوفان به د دې سبب وګرځي چې د یوې اوږدې مودې له پاره به ځان روښانه نه کړي. ناسا ویلي دي چې د مریخ آسمان صافیدل به ښايي څو اوونۍ او یا څو میاشتې وخت ونیسي ترڅو د لمر وړانگي د مریخ سطحې ته ورسیږي او د روبوت سولري تختي بیرته بریښنا ترلاسه کړي.

د مریخ هوا سړه، اتومسفیر یې نری او د یوې صحرا په شان چاپيریال لري او دغه عوامل د دې سبب ګرځي چې دې ته ورته طوفانانه د اونیو او یا هم میاشتو له پاره دوام وکړي.

د «اپورچونیتي» د بقا هیلې

که څه هم د مریخ له پاره د ناسا په لاس جوړ شوي ربوتونه داسې جوړ شوي چې یوازې ۹۰ ورځې ژوند وکړي، خو د «اپورچونیټي» په نامه دغه روبوت له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې فعال او ژوندی دی. د ناسا د پروازونو د کنترول خونې د تیرې سه شنبې په ورځ هڅه  وکړه چې له «اپورچونیتي» سره اړیکه ونیسي او دغه روبوت ځواب ورنکړ.

د چهارشنبې په ورځ د ناسا څیړونکو ویلي دي چې دوی هیله من دي چې د دوی دغه روبوت به تر طوفان وروسته بیرته په فعالیت پیل وکړي. په دې اداره کې کارپوهانو ویلي دي چې لا هم د «اپورچینیټي» په نامه دغه روبوت په ښه کار کوي.

د طوفان په هکله د دوی ستره اندیښنه دا وه چې د دې ربوټ کامره او لینز به ډیرې خاورې وپوښي او کامره به یې څه نه ویني. کارپوهان همدا راز اندیښنه لري چې په مریخ کې سړه هوا به ښايی دغه روبوت ته زیان ورسوي، ځکه تر دې مخکې ډیري سړې هوا د «سپیریټ» په نامه د «اپورچونیټي» روبوت بله جوړه روبوت زیانمن کړی وو.