په مريخ کي اوبه کشف سوي دي
بالاخره ساينسپوهانو اعلان وکړ چي په مريخ کي مايع اوبه موجودي دي. په دې ترڅ کي له مريخ څخه د مصنوعي سپوږمکۍ معلومات ارزول سوي چي وايي هلته تر مځکي لاندي د اوبو لوی ډم موجود دی. انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
د يخي تر دغه غلاف لاندي د اوبو ډم يا خوړم سته
د ESA د مارس ايکپرېس په نوم مصنوعي سپوږمکۍ په مريخ کې د يخي تر سطحي لاندي د يو ځانګړي رادار په مرسته مايع اوبه کشف کړي دي. دا چي د مارس دغه سيمه سخته يخه ده، نو دغه اوبه به په لوړه اندازه مالګيني وي. که مالګيني نه وای نو د حرارت په دومره کښته درجه کي به خامخا يخی سوي وای.
سيندونه
درې کاله ترمخه لا امريکايي ساينسپوهانو پر مريخ د مايع اوبو نخښي نښانې موندلي وې. اټکل کيږي چي د کال په ګرمو موسمونو کي د غرونو له څوکو څخه تر لاندي پوري اوبه بهيږي چي له کبله يې په ډبرو کي نخښي پاتيږي. دغه انځور د ناسا د مارس ريناسانس اربيتر نومي مصنوعي سپوږمکۍ اخيستی دی.
مالګيني اوبه
د مريخ د هورو ويڅ په نوم ډب کي پنځه متره پراخي او تر سلو مترو پوري اوږدې کرښي دي چي ويل کيږي د اوبو د بهېدو له کبله رامنځ ته سوي دي. خو دا چي دغه اوبه ډېري مالګيني دي نو يې انسانان چښلای نه سي. په دغو اوبو کي د مالګو بېل اقسام موجود دي، لکه د ماګنېزيم پر کلورات مالګه او نوري. په دغو اوبو کي د مالګو مقدار دومره زيات دی چي څوک ويلای سي اوبه نه، بلکي مالګه ده چي بهيږي.
په دوبي کي تر ژمي زياتې اوبه
د ګارني په دغه ډب کي هم لکه څرنګه چي ښکاري لږ وخت مخکي مالګيني اوبه بهېدلي دي. په اوبو کي د مالګي زياتوالی د دې لامل کيږي چي د مريخ د حرارت درجه چي حتی تر صفر لا کښته وي، د دې نه لامل کيږي چي اوبه يخی سي. خو د اوبو دغه کرښي صرف په مريخ کي د دوبي پر وخت جوړيږي. اټکل کيږي چی په ژمي کي دومره يخ وي چی حتی دغه مالګيني اوبه لا هم منجمدي کيږي.
منظره له پورته څخه
امریکايي ساينسپوهانو د ناسا د «مارس رېناسانس اربيتر» په نوم مصنوعي سپوږمکۍ له خوا رالېږل سوي انځورونه او معلومات ارزيابي کړي دي. د غرونو پر سر کرښي تر مخه لا معلومي وې. خو ساينسپوهانو په ۲۰۱۵م کال کي د ځانګړو آلاتو په مرسته د دغو کرښو په تړاو دقيق معلومات په لاس راوړل چي پکښي معلومه سوه چي هلته مالګه سته. دغه معلومات د ۳۰۰ کيلومتره پورته مصنوعي سپوږمکۍ په مرسته راټول سوي ول.
پخوا زیاتي اوبه
له زيات وخت راهيسي ساينسپوهان اټکل کوي چي په مريخ کي به اوبه موجودي وي. ډېر پخوا د مريخ کورې زياته برخه په اوبو پټه وه. په دغه سره کوره کي لوی لوی سمندرونه موجود ول. خو د دغو اوبو زياتره برخه توښ سو او مريخ وچ سو.
د اوبو په تلاښ
د مريخ پر سطحه حرکت کوونکي روبوتان لکه «کي ريو سيتي» په دغه کوره کي په اوبو پسي او په دې توګه د ژوند په څرک پسي تلاښ کوي. فکر کيږي چي چيري چي مايع اوبه وي نو هلته ژوندي موجودات هم ښايي وي. امريکايي ساينسپوهان اټکل کوي چي هغه ژوی چي انسانان يې پېژني هغوی د مريخ په مالګينو اوبو کي ژوند نه سي کولای. دا که انسانانو ته ناپېژندل سوي نور د ژویو اقسام وي هغه جلا خبره ده.
پر مريخ د ژود څرک
خو څوک څه پوهيږي؟ ښايي په مريخ کي ژوند د مځکې په مقايسه په بل ډول وي. د هاليوود په فلمونو کي انځور سوي خيالي موجودات څوک تمه نه سي لرلای چي په رشتيا به په مريخ کي وي. خو د دې امکان سته چي په مالګه کي ژوندي پاته کېدونکي ميکروبونه موجود وي. که دا ثابته سي نو دا به يو ډېر لوی او حيرانوونکی خبر وي.