په مراکش کې د مهاجرت نړيوال تړون څخه د ملاتړ غونډه
۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبهپه پام کې ده چې دغه تړون به د راتلونکې اوونۍ په سر کې د مراکش يا المغرب هيواد په پلازمېنه مراکش ښار کې تصويب شي. دا په داسې حال کې ده چې له هغه وخت راهيسې د اروپا يو شمير ښي اړخي حکومتونه لکه اتريش، هنګري او يا هم پولنډ له دغه تړون څخه مخالفت ښکاره کوي.
د مراکش په غونډه کې د څه باندې ۷۰ ښارونو چارواکي د دې له پاره راټول شوي تر څو پر دې بحث وکړي چې څرنګه کولای شي په ښه توګه د مهاجرت بحران پر وړاندې په ګډه کار وکړي. لکه مهاجرو ته د کار شرايط، د کورونو برابرولو...او داسې پروګرامونه چې له مخې يې د شمالي افريقا هيوادونو اوسيدونکي مهاجرتونو ته مخه ونه کړي.
د ختيځې افريقا په سيرا ليون کې د فريتاون ښار ښاروالې يونا اکي-سائير رويټرز خبري اژانس ته وويل: «موږ هيله لرو چې ملي دولتونه مو غږ واوري.» هغې زياته کړه چې « ښارونه په حاضر وخت کې له سختو کړکيچونو سره مخ دي.»
د بريتانيايي ښار بريستول ښاروال ماروين رييز وويل د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون ضروري دی. ځکه دا له امکانه لرې وه چې د مهاجرتونو لړۍ دې ناديده ونيول شي. هغه زياته کړه: «خلک به مهاجرتونو ته ادامه ورکوي.»
د مراکش د غونډې د تنظيمونکو په وينا، په دغې غونډه د يو شمير داسې هيوادونو استازو هم ګډون درلود چې له تړون څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال تړون پر دې پرېکړه کوي چې څرنګه د هغو خلکو چې مهاجرتونو ته مخه کوي حفاظت وشي، څرنګه يې په نوو هيوادونو کې ادغام شي او څنګه بيرته خپلو هيوادونو ته وګرځول شي.
ملګري ملتونه، دا يو داسې تاريخي او جامع تړون ګڼي چې کېدای شي د راتلونکو سياستونو له پاره ورڅخه د يوه اساس په توګه کار واخيستل شي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: