1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه کې بیا ۱۰۰ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د لیبیا ساحل ته څیرمه یو ځل بیا ډیر شمیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې پکښې ډیری ماشومان هم شامل دي. بې سرحده ډاکټرانو، دغه رپوټ د هغو ژوندي پاتي شویو کسانو له قوله ورکړی چې بیرته لیبیا ته بیول شوي.

https://p.dw.com/p/34eTn
Libyen Migranten auf dem Mittelmeer
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

بې سرحده ډاکټرانو د ژوندي پاتې شویو کسانو د معلوماتو په حواله ویلي چې په دوو غرقو شویو بیړیو کې تر سلو زیات مهاجر مړه شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه ډله کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي.

هغه کسان چې په خپله په دغو کښتیو کې سپاره وو، نوموړي سازمان ته ویلي چې دوو ربړي کښتیو د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نیټه د لیبیا له ساحله سفر پيل کړی وو. د رپوټ له مخې مهاجر د سودان، مالي، نایجیر، کامرون، ګانا، لیبیا، الجزایر او مصر هیوادونو وو.

بیرته کورنۍ جګړې ته ستنیدل

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې ۲۷۶ ژوندي پاتې شوي کسان د سپتمبر په دویمه نیټه د لیبیا د ساحلي څارونکو له لوري ژغورل شوي او بیرته لیبیا ته لیږدول شوي. زیاته شوې ده چې د یوې کښتې ماشین کار پریښی او بله کښتۍ چې پکښې ۱۶۵ لویان او شل ماشومان سپاره ول هوا ترې وتلې. یوازې ډیر کم شمیر مهاجرو ژغورونکي واسکټونه درلودل. د بې سرحده ډاکټرانو د معلوماتو له مخې په ژوندي پاتې شویو کسانو کې مېندواره مېرمنې، ماشومان او واړه کوچنیان هم شته چې ډیر وخت په اوبو کې د پاتیدو له کبله ناروغه شوي دي.

دا لومړی وار نه دی چې په لېبیا کې د جګړو د بیا تودیدو راهیسې دغه هیواد ته د مهاجرو د بیا ستنولو په هکله مرستندویه سازمانونه نیوکه کوي. په دغه شمالي افریقایي هیواد کې په ۲۰۱۱م کال کې د معمرالقذافي له راپرځیدو راهیسې سیالې ډلې قدرت ته د رسیدو له پاره جګړه کوي.

په دې ترڅ کې لېبیا د مهاجرو له پاره اروپا ته د تګ په مسیر کې پر مهم ترانزیتي هیواد اوښتی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان، په وینا د مهاجرو له پاره د مدیتراني سمندرګي تیریدل ډیر خطرناک شوي دي. د دغه سازمان په وینا په روان میلادي کال د لېبیا او ایټالیا تر منځ د مدیتراني سمندرګي د مرکزي لارو په اوږدو کې ۱۵۶۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم لادرکه دي.

زموږ له آرشیف څخه: