1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه سمندر کې نوې غمیزې

۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبه

د مدیترانې سمندر ټولې لارې د مهاجرو له پاره د مرګ خطر لري، خو سره له دې هم ډیر شمیر کسان د کوچنیو کښتیو په وسیله چې باور پرې نه شي کیدلی له سمندره د تیریدو جرئت کوي. دا سفر بيا د یو شمیر انسانانو په مړينې پای ته رسېدلی.

https://p.dw.com/p/3W4Lv
Griechenland l Migranten auf Lesbos - Rettungsweste am Strand
انځور: DW/M. Zander

د ترکیي ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ترکیي د دولتي خبري آژانس انادولو په حواله په وژل شویو کې ۸ تنه یي ماشومان دي.

دغه کښتۍ د ترکیي د تفریحي ټاپو کیسمی په ساحل کې چې د یونان د آژه سمندر د ټاپو کیوس ساحل په مقابل کې موقعیت لري، ډوبه شوې ده. په کښتۍ کې له سپرو کسانو څخه ۸ تنه یي ژغورل شوي دي.

یوازې څو ساعته مخکې تر دې د یونان ساحل مخې ته د مهاجرو د یوې بلې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دغه کوچنۍ کښتۍ چې شاوخوا ۵۰ تنه په کې سپاره ول او ویل کیږي چې د ایټالیا پر لور روانه وه، د یونان سمندر د پاکسوس ټاپو مخې ته ډوبه شوه.

Symbolbild Rettung Flüchtlinge aus Mittelmeer
په تیرو پنځو کلونو کې تر ۱۹۰۰۰ ډیرو مهاجرو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: Getty Images/C. McGrath

د بالکان په بدل کې د مدیترانې مسیر

د یونان ساحلي ساتونکي نږدې هره ورځ د مهاجرو کښتۍ نیسي چې د یونان له لویدیځ ساحل څخه د ایټالیي پر لور روانې وي. دا چې د بالکان مسیر تړل شوی دی نو قاچاقبران له دې مسیر څخه د متبادلې لارې په توګه استفاده کوي. په دې مسیر کې د مهاجرو د حرکت په اړه دقیق رسمي ارقام نه دي موجود.

په تیرو کلونو کې په زرګونو انسانانو په مدیترانې سمندر کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له امله دا د نړۍ د مهاجرت تر ټولو خطرناکه لاره وبلل شوه.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د ارقامو پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې لږ تر لږه ۱۲۸۳ تنو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دغو شمیرو په مجموع کې په تیرو پنځو کلونو کې تر ۱۹۰۰۰ هم تجاوز کړی دی.

فرانسه او سویډن مرسته کوي

بل لور ته یو څه هیله هم موجوده ده. فرانسې او سویډن هیوادونو په زرګونو افریقایي پناه غوښتونکي منلي دي، کوم چې د لیبیا د مهاجرو له مزدحمو کمپونو څخه روانډا ته راوستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت آژانس UNHCR ویاندې روانډایي ورځپاڼې "Saturday Times" ته ویلي دي چې په لومړي سر کې فرانسې د ۱۵۰ تنو او سویډن د  ۲۰۰ تنو د منلو خبر ورکړ. همدارنګه مخکې تر دې د ناروې هیواد اعلان کړی وو چې ۶۰۰ تنه پناه غوښتونکې به ومني.

روانډا د سپټمبر په میاشت کې له UNHCR او افریقايي اتحادیي سره موافقه کړې وه چې په لیبیا کې د بند پاتې شویو تقریباً ۵۰۰ کسانو د استوګنې له پاره به یو موقتي کمپ جوړ کړي. په پام کې ده چې د مرکزي افریقا له دغه کوچني هیواد څخه به مهاجر پر نورو هیوادونو وویشل شي.

(sn-ns(dpa, afp, rtr, epd