1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې۷۰۰ نور مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

مرستندویه کارکوونکو د لیبیا اوبو ته نږدې اووه کښتۍ په سمندر کې له ډوبیدو ژغورلي دي. په دغو کښتیو کې تر۷۰۰ ډير مهاجر سپاره ول چې ډیر تنګ کښینول شوي ول.

https://p.dw.com/p/2ao6I
Mittelmeer Flüchtlinge Rettungsaktion
انځور: Reuters/Marina Militare

د ایټاليا ساحلي ګارد ويلي دي چې ویجاړي شوي کښتۍ د مدیترانې بهیرې له قهرجنو څپو سره لاس او ګریوان وې، خو د مرستندویه سازمانونو هڅو دغه مهاجر له ډوبیدو وژغورل.

ویل شوي چې د مالتا هیواد د MOAS سازمان یوې ژغورنکي کښتۍ (فینِکس) د لیبیا صبراته ښار ته نږدې په نړیوالو اوبو کې تر۳۰۰ ډير انسانان ژغورلي دي.

همدارنګه د ایګُوئیرس په نوم یوې بلي مرستندویه کښتۍ هم په سمندر کې د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخ د څلورو ربړي کښتيو مسافر یا مهاجر ژغورلي دي. دغه کښتۍ د SOS Mediterranee  مدیترانین او بې سرحده ډاکترانو سازمان تر څار لاندې فعالیت کوي. دغه ټول ژغورونکي عملیات د ایټاليا ساحلي ګارد تر نظر لاندي شوي دي.

د چارواکو په خبره په روان کال کې له شمالي افریقا څخه د ایټاليا د ټاپوګانو پر لور د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې۳۰ سلنه ډېرښت راغلی دی. همدارنګه سږکال تر اوسه پوري پر دې خطرناکه لار د مړوو شوو مهاجرو شمیر۶۰۰ ته رسیدلی دی.

د کډوالو له پاره نړیوال ادارې IOM په حواله د چهارشنبې په ورځ په مدیترانه څخه مړی موندل شوی نه دی، په داسې حال کې چې نږدې هره ورځ له دې سمندرگي د انسانانو جسدونه موندل کیږي.

تیرکال په مارچ میاشت کې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر موافقې وروسته، له ترکیې څخه د آژه سمندر له لاري د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی. خو اوس له شمالي افریقا څخه د اروپایې اتحادیې هیوادونو پر لور د مدیترانې سمندر پر خطرناکه لار د راتلونکو پناغوښتونکو شمیر ډیر شوی دی.

تیرکال هم په زرونو انسانان پر دې خطرناکه لار مړه شول.