په مديترانه کې په لسونو مهاجر ژغورل شوي
۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبهد مالتا د سمندري ځواکونو په حواله، يوه ډله مهاجر چې د دغه هيواد سويل لويديځ لور ته د ۱۱۷ مايله په فاصله کې د لرګيو په يوه کښتۍ کې سپاره ول، په بيړني حالت کې يې د مرستو غوښتنه کړې وه. په دغه کښتۍ کې ۶۹ سپاره مهاجر له ډوبيدو وژغورل شوي او مالتا ته ليږدول شوي دي.
په عين وخت کې د «Sea-Eye» په نوم مهاجرو مرستندوی آلماني سازمان د يکشنبې په ماښام خپله يوه بله کښتۍ د مهاجرو د ژغورني په موخه مديترانې سمندرګي ته واستوله.
د «پروفيسور آلبرشت پينک» په نوم دغه کښتۍ وروسته له هغې د سمندر پر لور وخوځیده چې د سمندري ځواکونو له خوا يې د مهاجرو د يوې کښتۍ د ژغورنې په اړه اطلاعات ترلاسه کړل. د مهاجرو په دغه کښتۍ کې چې ۲۴ کسان سپاره ول، په سمندر کې له ډوبېدو سره مخامخ وه.
دا په داسې حال کې ده چې ۱۷ نور مهاجر چې تر دې يوه ورځ مخکې (شنبه د دسامبر ۲۹مه) ژغورل شوي ول هم تر اوسه د «پروفيسور آلبرشت پينک» په کښتۍ کې پاته دي.
بله خوا د تونس سمندري ځواکونو هم پرون (یکشنبه د دسامبر ۳۰مه) د دغه هيواد په ساحلونو کې د ۴۵ مهاجرو د ژغورلو خبر ورکړی وو. ويل شوي دي چې په دغو مهاجرو کې دوې اميدواره ښځي هم شاملې دي.
د مهاجرو ليږدونکې خرابې او زړې کښتۍ اکثره وخت د مديترانې سمندرګي پر لار له مرګونې پيښو سره مخامخ کيږي. له دغې خطرناکې لاري ډير د افريقايي هيوادونو مهاجر اروپا ته د رسيدو هڅې کوي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: