په مديترانه کي په لسونو مهاجر ډوب سوي
۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعهد مهاجرت نړيوال سازمان وياند فلاويو دي جياکومو په روم کي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د تونس کب نيوونکو څلور مهاجر ژغورلي دي. د تونس د مدنين ښار د سرې مياشتي کمېټې ويلي دي چي د ژغورل سوو مهاجرو يو يې لږ وروسته مړ سوی دی.
د جياکومو په خبره، دغه کښتۍ چي ويل کيږي په مديترانه کي د تونس ساحل ته څېرمه ډوبه سوې ده د ژغورل سوو کسانو په حواله پکښې ۸۰ کسان سپاره ول.
که څه هم چي د دغي پيښي په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نه سته خو دا خطر سته چي د يادي کښتۍ د غرقېدو په پيښه کي دي ۸۲ کسان مړه سوي وي.
د مهاجرت نړيوال سازمان (آی او ام) وياند جياکومو د معلوماتو له مخي دغه پناه غوښتونکي د دوشنبې په ورځ له ليبيا څخه وتلي ول. د تونس ساحل ساتونکي ځواک د پنجشنبې په ورځ د دغي کښتۍ د ډوبېدو په پيښه کي د ژوندي پاته سوو کسانو د ژغورلو تلاښ پېل کړی دئ.
مديترانه سمندرگی چي د ليبيا او ايټاليا تر منځ موقعيت لري، په نړۍ کي د مهاجرت تر ټولو خطرناکه لار بلل کيږي.
د مهاجرت نړيوال سازمان د راپور پراساس په روان ميلادي کال کي تر اوسه پوري اروپا ته د رسېدو په موخه په مديترانه سمندرگي کي تر ۳۴۰ زره زيات کسان مړه سوي دي. يوازي په می مياشت کي د تونس هيواد په ساحلونو کي ۶۰ کسان ډوب سوي دي.
(N.Z/S.R(dpa,rtr