1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په مالیزیا کې ۲۷ کاله وروسته د پولیو لومړنۍ پيښه ثبت شوې

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

په مالیزیا کې ۲۷ کاله وروسته یو درې میاشتنی ماشوم د ګوزڼ په ناورغۍ اخته شوی دی. د دغه قضیې وروسته چارواکو د بورنیو په ټاپو کې د واکسینو کمپاین پیل کړی دی. افغانستان هم یو له هغه هیوادونو څخه دی چې دغه ناروغي پکې شته.

https://p.dw.com/p/3USvf
Indien Impfungen in Srinagar
انځور: picture-alliance/dpa/F. Khan

دغه کوچنی ماشوم د جمعې په ورځ د مالیزیا د صباح ایالت په تواران ښار کې د تبې او عضلاتو د کمزورۍ په دلیل په روغتون کې بستر شو او ډاکټرانو تشخیص کړه چې هغه د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی. د روغتیا ادارې مشر نور هشام عبدالله، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغه ماشوم ته تنفسي مرسته ورکول کیږي، خو نور وضعیت یې باثباته دی.

تر مالیزیا دمخه فلیپین هیواد په ستمبر میاشت کې د ګوزڼ د ناروغۍ د یوې مثبتې پيښې خبر ورکړی وو. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په ټوله نړۍ کې کابو له منځه تللې ده، خو په پاکستان او افغانستان کې لا هم شته.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

په مالیزیا کې د وروستي ځل له پاره په ۱۹۹۲م کال کې د پولیو وروستۍ پيښه ثبت شوې وه او دغه هیواد په ۲۰۰۰م کال کې اعلان کړی وو چې نور هلته د پولیو ناروغي نه شته.

د نور هشام په خبره د تحقیقاتو په پایله کې دا معلومه شوې ده چې په هغه کلي کې چې دغه ماشوم ژوند کوي له ۱۹۹ ماشومانو څخه ۲۳ یې واکسین نه دي کړي چې عمرونه یې د دوو میاشتو او ۱۵ کلونو ترمنځ دي. د هغه په خبره د واکسینو لړۍ به ګړندی شي.