په مالتا کې ژغورل شوي مهاجر به وويشل شي
۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبهد چهار شنبې په ورځ د مالتا لومړي وزیر يوسپ مسکات خبر ورکړ چې د آلمان د مرستندويه ټولنو «سي - واچ» او «سي - آيي» له خوا ژغورل شويو مهاجرو ته اجازه ورکړل شوې چې د مالتا له لارې د اروپايي ټولنې هيوادونو ته سفر وکړي. د « Sea-Watch 3» او « Professor Albrecht Penck » په نوم آلماني کښتیو د دسمبر له ۲۲ نيټې راهیسې په مديترانه سمندرگي کې دې ته وار کاو چې د يوه اروپایي هيواد په بندر کې ورته د لنگر اچوني اجازه ورکړل شي.
په کښتيو کې سپرو مهاجرو او همدا راز د کليسا استازو د مالتا حکومت پر دې پريکړه خوښي څرگنده کړه او له مرستندويانو څخه یې مننه وکړه.
خو د مالتا له خوا دې مهاجرو ته تر لار ورکولو وروسته د مهاجرو د معضلې د يوه شريک اروپايي حل موندلو له پاره غوښتنو يو وار بيا زور اخيستی دی.
د دې دوو کښتيو له پاره د موندل شوې حللاري د مخه دا ۴۹ کډوال به پر آلمان، فرانسه، آيرلند، پرتگال، رومانيا، لوگزامبورگ، هالند او ايتاليا وويشل شي. مالتا د هغه ۲۴۹ کډوالو چې د کرسمس په شپو او ورځو کې یې ژغورلي ول، پر نورو هيوادونو د زياتې برخې ويشلو غوښتنه هم کوي. مسکات وويل چې مالتا تر خپل مکلفيت زياتې هلې ځلې کوي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت وويل چې هيواد به يې د دې مهاجرو۶۰ کسان ومني. زیاته شوې ده چې آلمان د يوه شريک اروپايي حل موندلو له پاره د خپلې برخې کار کړی دی او نوري خبرې اترې به هم ترسره شي څو تر اتوو زيات هيوادونه د مهاجرو منلو ته چمتو شي.
په هغو اتوو هيوادونو کې چې د دې مهاجرو د منلو ژمنه یې کړې ده، ايټاليا هم شامل دی. لومړي وزیر جوسپه کونته د چهار شنبې په ورځ وويل: «زه فکر کوم په دې ځانگړې قضيه کې به ايټاليا د استثناء په توگه يو څو ښځو او ماشومانو ته پناه ورکړای شي. کله چې خبره د يوې ځانگړې قضيې او ماموريت وي نو هره حساسه تگلاره هم ورته يو حد لري چې هغه تر پوښتني لاندې نه شي راتلای.»
د اورپايي ټولنې د مهاجرت کميسار ديمتريس اورامپولوس د کډوالو د ويش د یوه موقتي ميکانیزم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. هغه وويل چې دا کولی شي د يوه «پله» په توگه کار ورکړي، څو اروپا د پناه غوښتني يو له سره کتل شوی سسټم عملي کړي. نوموړي يو وار بيا غوښتنه وکړه چې د پناه غوښتني په اروپايي سستم کې دې د اصلاحاتو پروسه ژر تر ژره بشپړه شي.
د «سي ـ واچ» او «سي ـ آيي» مرستندويه ټولنې هم د يوه «پايدار حل» غوښتنه کوي. دې ټولنو ويلي دي چې په راتلونکې کې دې د مهاجرو سياست داسې نه تنظيميږي چې په سمندر کې د ژغورل شويو په زيان تمام شي.