1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لیبیا کې د تازه نښتو په پایله کې تلفات لوړ شوي

۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبه

وروسته له هغې چې د لیبیا د پوځ جنرال د پلازمینې طرابلس د نیولو له پاره جګړه پیل کړه، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي. د شخړې د مخینوي او د مؤقت اوربند د تأمین په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې هم پایلې نه لري.

https://p.dw.com/p/3GSIb
Libyen Nationale Libysche Armee (LNA)
انځور: Reuters/E.O. Al-Fetori

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۷ نیټه) په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له لوري د مؤقت اوربند د ټینګولو د هڅو سربیره، د لیبیا د حکومت د ملاتړو ځواکونو او د دې هیواد د غښتلي پوځي قوماندان خلیفه حفتر د پلویانو ترمنځ جګړې زور اخیستی.

تیره اونۍ جنرال حفتر ته وفاداره ځواکونو د لیبیا د پلازمینې طرابلس د نیولو له پاره وسلواله جګړه پیل کړه او په دې توګه یې له وړاندې نه له شخړو سره لاس او ګریوان لیبیا د نورو ګډ وډیو له ګواښ سره مخامخ کړه.

LNA Chef Khalifa Haftar
انځور: picture-alliance/ Balkis Press

د تازه معلوماتو له مخې د حفتر د ځواکونو او د حکومتي پلوه ځواکونو ترمنځ په جګړو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي. ملګري ملتونه بیا وايي چې د جګړو له کبله شاوخوا ۲۲۰۰ تنه بې ځایه شوي دي او ګڼ شمیر نورو خلکو ته د بیړنیو مرستو د رسولو لړۍ قطع شوې ده. په دې ترڅ کې ملګرو ملتونو د دوه ساعته اوربند غوښتنه کړې څو په جګړو کې ټپي شوي کسان او ملکیان سیمه پریږدي. امریکا متحده ایالاتو بیا په لیبیا کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله په مؤقت ډول له لیبیا څخه خپل پوځ ایستلی دی.

د حفتر له لوري روانه جګړه ملکیان په خطر کې اچوي

د حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ یا «ال. ان. اې» یوه ویاند احمد میسماري د جګړو د نوي اړخ په هکله وویل: «په دې پوځي عملیاتو کې د لومړي ځل له پاره هوايي ځواکونو هم برخه واخیسته. دوی [هوايي ځواکونو] د ښار مرکز ته د غځیدلي د هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت له پاره بریالي عملیات ترسره کړل.»

بل لوري ته د حکومت پلوه ځواکونو ویاند ډګروال محمد ګوناونو وویل چې د حفتر پر وړاندې د دوی متقابل عملیات له غیر قانوني او یرغلګرو ځواکونو څخه د لیبیا د ټولو ښارونو د پاکولو په موخه ترسره شوي دي.

Libyen Mitglieder der National Army LNA in Bengasi
انځور: Reuters/E. O. Al-Fetori

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د حفتر له لوري د عملیاتو دژر درولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د طرابلس پر وړاندې دغه یو اړخیز پوځي عملیات ملکیان په خطر کې اچوي او د ټولو لیبیایانو له پاره د ښې راتلونکي لرلید له خطر سره مخامخ کوي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګیریني بیا د دواړو لورو پر مشرانو د پوځي شخړې د لا پراخیدو د مخینوي غږ کړی او دواړه لوري یې غوښتي دي چې «بیرته سیاسې پروسې ته» وروګرځي.

په ۲۰۱۱م کال کې وروسته له هغې لیبیا له ګډوډیو سره لاس او ګریوان شوه چې د دغه هیواد د دیکتاتور معمر القذافي حکومت د مظاهره کوونکو پر ضد له تاوتریخوالي ډک چلن باندې لاس پورې کړی. هغه مهال د ناټو له ملاتړه برخمنو یاغیانو په پای کې د لیبیا رژیم ته ماتې ورکړه او قذافي یې ترور کړ. له هغې مودې راهیسې په شمالي افریقا کې پروت د دغه هیواد جګړه مارې ډلې د قدرت او ځواک د ترلاسه کولو هڅې کوي.

AFP, Reuters/ KH/SR