1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فلوریډا کې د ډزو په پایله کې درې تنه وژل شوي

۱۳۹۷ شهریور ۵, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت په جکسون ویل ښار کې د کمپیوټري لوبو په یوه تورنمنت کې یوه ۲۴ کلن ځوان دوه تنه وژلي او بیا یې ځان وژنه کړي. لا تر اوسه د دغه برید کوونکي د برید د انګیزې په هکله څه نه دي ویل شوي.

https://p.dw.com/p/33opW
USA Symbolbild Polizei Absperrband
انځور: Getty Images/M. Makela

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې یوه وسله وال کس د جکسون ویل ښار په یوه تفریحي پارک کې پر خلکو ډزي کړي، چې دوه تنه یې وژلي او نور یوولس یې ټپیان کړي دي. دغه کس بیا وروسته خپل ځان هم وژلی دی. د پولیسو د ځایي چارواکو په وینا برید کوونکی ۲۴ کلن ځوان او د بالتیمور ښار اوسیدونکی دی. دغه ښار د پيښې له ځای څخه کابو زر کیلومتره واټن لري.

د بریدګر د برید انګیزه لا تر اوسه روښانه شوې نه ده او په دې هکله د پولیسو تحقیقات ادامه لري. ویل کیږي چې اوس مهال داسې اټکل نه کیږي چې کوم بل شکمن کس دې هم په پيښه کې لاس ولري.

ډزې د کمپیوټري لوبو د سیالیو په ترڅ کې شوې چې د انټرنیټ له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدې. د عیني شاهدانو په وینا برید کوونکي د لوبو په نیمایي کې په ناڅاپي توګه پر هغو کسانو ډزې کړي چې له ده سره یې لوبه کوله.

د «ال اې ټایمز» په نوم یوې ځایي رسنۍ په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نوموړي کس احتمالا د لوبې د بایللو په دلیل پر دغو کسانو ډزي کړي دي خو پولیسو بیا دغه رپوټونه نه دي تائید کړي. د دغو سیالیو په ژوندۍ بڼه خپریدونکي ویډیو کې د فیرونو غږونه او د خلکو فریادونه اوریدل کیږي.

ډیر شمیر کسان د پیښې په ځای کې تر ډزو وروسته یوې او بلې خوا ته په تیښته ول او په ودانۍ کې یې پناه اخیسته.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سندرا سندرز، ویلي دي چې ولسمشر ترمپ د جکسون ویل له پیښې خبر شوی او سپینه ماڼۍ وضعت تر نظر لاندې لري.

د جسکون ویل ښار د فلوریډا ایالت په شمال کې موقعیت لري او شا او خوا ۸۸۰ زره نفوس لري. د پیښه سیمه د دې ښار په منځ کې موقعیت لري.

فلوریډا ایالت په تیر ژمي کې هم د ډزو د یوې خونړۍ پیښې شاهد وو چې هغه مهال ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د فبرورۍ په ۱۴مه نیټه په یوه ښوونځي کې یوه ۱۹ کلن هغه مهال ۱۴ ځوانان او درې لویان په ډزو وویشتل. د دغې پيښه وروسته په ټول هیواد کې احتجاجونه شوي ول. د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ، هغه مهال د وسلو د قانون د سختولو خبره کړې وه خو بیا وروسته له خپلو دغو څرګندونو پر شا شو.