په فراه کې لسګونه طالبان او د امنیتي ځواکونو سرتیري وژل شوي
۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبهفرید احمد بختاور د فراه د ولایتي شورا رئیس د آلمان خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو اته سرتیري او لس پولیس سرتیري د طالب جنګیالیو په یوه کمین کې وژل شوي دي. د هغه په وینا دغه کمین د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د جمعې په شپه ترسره شوی دی.
بختاور د آلمان خبري آژانس ته همدا راز وویل چې په دې برید کې شاوخوا ۴۰ طالبان جنګیالي هم وژل شوي نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د بهرنیو ځواکونو جت الوتکو د طالبانو پر هدفونو بمباري کړې چې له امله یې یوه کورنۍ له منځه تللې.
طالب جنګیالیو د دې برید مسوولیت منلی دی او وايي چې په دې برید کې یې د کمانډو ۵۳ سرتیري وژلي دي. طالبانو له افغان سرتیرو څخه د نیول شوو وسلو او تجهیزاتو انځورونه هم خپاره کړي.
د افغانستان په غرب کې د افغانستان د پوځ یوه ویاند نجیب الله نجیبي هم د برید پخلی کوي خو د طالبانو لخوا د تلفاتو ورکړل شوې شمیرې ردوي.
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ۱۷ سرتیري د افغانستان په شمالي ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول. دغه سرتیري د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وروسته له هغې ووژل شول کله چې یو شمیر طالب جنګیالیو د ملي اردو او د محلي پولیسو پر یو شمیر امنیتي پوستو همغږي بریدونه ترسره کړل.
په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې ناټو په افغانستان کې د خپل جګړه ایز ماموریت د پای اعلان وکړ، په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې تقریباً هره اونۍ بریدونه ترسره کیږي.
انځورونه: د افغانستان د ځانګړو ځواکونو روزنه پیاوړي کیږي، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: