1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فراه کې تر جګړو وروسته سلګونه ښوونځي تړل شوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

چارواکو ویلي چې په فراه ولایت کې تر خونړیو جګړو وروسته حکومت په دې غربي ولایت کې سلګونه ښوونځي تړلي دي. د چارواکو په حواله په مجموعي ډول ۴۱۱ تعلمي ادارې تړل شوي چې شاوخوا ۱۴۰ زره زده کوونکي یې اغیزمن کړي.

https://p.dw.com/p/2y1eN
Provinz Farah in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images

د فراه ولایت د معارف ریس صدیق حلیمي په دې هکله وویل چې په فراه ولایت کې تر خونړیو بریدونو او جګړو وروسته افغان حکومت پریکړه کړې چې په دې ولایت کې په مجموعي ډول ۴۱۱ تعلیمي مراکز وتړل شي. د معلوماتو له مخې په دې شمیر تعلیمي مرکزونو کې ۳۷۹ ابتدايي ښوونځي، ۳۲ د لوړو زدکړو موسسات او همدا راز یو شمیر د ښوونکو د روزنې مرکزونه شامل دي چې له امله یې شاوخوا ۱۴۰ زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

د تیرې سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د می ۱۳مه) وسلوالو طالبانو چې د رپوټونو په حواله یې شمیر له زرو کسانو ډیر وو، د فراه په ولایت کې پر یو شمیر هدفونو بریدونه وکړل او د دې ولایت د ښار ځینې سیمې یې د لنډې مودې له پاره په خپل کنترول کې ونیولي. له افغان امنیتي ځواکونو سره تر ۲۲ ساعتونو جګړې وروسته چارواکو له ۳۰۰ څخه د ډیرو طالبانو او د شاوخوا ۳۵ افغان امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړ.

سربیره پر دې د جګړې پرمهال د فراه ولایت د مرکز مهمه څلور لارې د یو څو ساعتونو له پاره د وسلوالو طالبانو لاس ته ولویده خو فراه ولایت ته د امریکا د هوايي بریدونو له ملاتړه برخمن د افغان ځانګړو ځواکونو د قطعاتو په رسیدو سره طالبان بیرته په شاه تګ ته اړ کړل شول.

تر دې مخکې طالبانو یوازې یو ځل په افغانستان کې د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې د کندز ولایت نیولی دی، خو د فراه پر ولایت باندې د طالبانو دغه ډله ایز برید د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو له پاره یوه ټکان ورکوونکې پیښه وه.

Afghanistan Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

سربیره پر دې، د فراه تر خونړیو جګړو وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر فراه ته سفر وکړ او له ځايي چارواکو سره یې د فراه ولایت د امنیت پر سر خبرې وکړې. د یادولو وړ ده چې په دې سفر کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکلسن هم شامل وو.

دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې د ناټو د جګړه ایز ماموریت په پای ته رسیدو سره، طالبانو په ټول افغانستان کې بریدونو ته زور ورکړی او تر پخوا ډیر غښتلي شوي دي.

د افغانستان د معارف وزارت بیا د فراه ولایت د معارف د وضعیت او د ښوونځیو د تړل کیدو په هکله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په فراه ولایت کې د ښوونځیو او تعليمي ادارو د تړل کیدو د اقدام تر شاه دلیل د زده کوونکو او د ښوونځیو د کارکوونکو خوندیتوب دی. د ښوونځیو د تړلو اعلان د پنجشنبې په ورځ خپور شو او د شنبې په ورځ بیا د فراه ولایت ټول تعلیمې مراکز تړل شوي وو. ټاکل شوې چې د روژې میاشتې وروسته به ټول ښوونځي بیرته پرانیستل شي. سربیره پر د افغانستان د معارف وزارت د معلوماتو له مخې د ټول هیواد په کچه د امنیتي وضعیت او نورو دلایلو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړل شوي او د دې سیمو زده کوونکي له تعلیم او تربیې محروم پاتې دي.

زموږ له آرشیف څخه: