په فرانکفورت کې «معاصر اسلامي موډ» نندارې ته وړاندې کيږي
په فرانکفورت کې داسې نندراتون جوړ شوی دی چې ځينې خلک ورباندې نيوکې کوي. دا هم د هغو جامو له کبله نه چې نندارې ته وړاندې شوې دي، بلکې ځينې خلک دا سوال کوي چې آيا د ښځو حقونه او د ځان پټول سره عيارېدای شي او که نه.
د ميليارډونو بازار
د مسلمانو ښځو له پاره دغه موډ «مودست» بلل کيږي چې د «ساده»، «حياناک» يا «بدن پورې کمتر نښتی» معنی ورکوي. دلته د ښځو د بدن پټول يا «پرده» لمانځل کيږي. د مسلمان موډ بازار په کال کې د ۴۴ ميليارډه ډلرو په ارزښت وي. د ټولې نړۍ کمپنۍ هم د دې تجارت خپله برخه غواړي. په انځور کې مودله رسيت باګزيبالګليس ليدل کيږي.
پوړنی د ډولي او شيک ابزار په توګه؟
د پوړني په برخه کې اختلافات موجود دي. ځينې يې په خپله خوښه پر سروي، نور بيا بل انتخاب نه لري. په اسلامي هيوادونو لکه ايران، عراق، افغانستان او يمن کې د جامو سخت مقررات حاکم دي. په آلمان کې پوړنی کله سياسي سمبول هم بلل کيږي. دغه انځور د «کوم چيري امريکا کې» ويډيو څخه دی. دغه ځوانې ښځې پوړنی د موډ يو ډولي ابزار ګڼي.
د ښځو حقونو ته ضربه؟
آيا د نندراتون سمبالوونکي د اسلامي جامو مقررات د موډ يو عادي بهير بولي او ورته عادي او عامه بڼه ورکوي؟ دا د «سېکولار مهاجرو» د يوې ډلې نظر دی. دغه نندارتون د هغوی په خبره «د ښځو حقونو ته ضربه ده چې په ځينو اسلامي هېوادونو کې له مذهبي پوليسو سره همغږي ښکاره کوي». په دغه ډله کې په فرانکفورت کې مېشته ايرانۍ د ښځو د چارو فعاله مونيره کاظمي هم ګډون لري.
د موډ پر سر ناندرۍ او شخړې
د لوړې کچې له ښکلو جامو څخه، د ورځني ژوند او سپورټ تر جامو پورې: د فرانکفورت د ورځني او عملي هنر په موزيم کې جوړ شوی دغه نندارتون د معاصر اسلامي موډ پديدې ته ځانګړی شوی دی. دغه نندارتون چې د متحده آيالاتو له سان فرانسيسکو څخه آلمان ته راغلی دی، ځينې ناندرۍ هم راپورته کړې دي. په عکس کې د نيزې د سپورټ يوه ځوانه مسلمانه په اشغال شوې لويديځه غاړه کې ليدل کيږي.
شديد کنترول
د هوايي ډګر په څېر د بکسونو کنترول او بدني سکېن: نندارتون ته د ننوتلو له پاره امنيتي تدابير شديد دي. د موزیم مدير ته ګواښونه هم شوي دي. د ښځو فمينيست فعالانې په احتجاج سره وايي چې دغه نندارتون به هغه وخت د منلو وړ وي، که د يوې سنګسار شوې ښځې عکس هم پکې موجود وي. دغه څرګندونه ښيي چې د موډ دغه نندراتون ته څومره سياسي بڼه ورکول کيږي. په انځور کې يوه مسلمانه ښکاري چې د حجاب بورکيني لباس يې اغوستی دی.
له قهره ډک خبرداری
کله چې دغه نندارتون د ۲۰۱۸م کال په مني کې په سان فرانسيسکو کې پرانيستل شو، د پروژې مسئول، ماکس هولين د سختو انتقادونو انتظار لاره. هغه پوهېد چې خلک به ورباندې انتقاد کوي چې داسې موډ نندارې ته وړاندې کيږي چې په اسلامي هېوادونو کې ګويا پر ښځو باندې پرې ظلم کيږي. دغه اندېښنې اوس په فرانکفورت کې راڅرکنديږي چې د هولين همکاران يې اوس عملا تجربه کوي.
موډ د سياست تر څنګ
د سپورټ د محصولاتو توليدونکي شرکتونه هم د اسلامي موډ په برخه کې ډېر فعال دي. په عکس کې يوه سوک وهونکې ښکاري چې د «نايکي» شرکت لباس يې اغوستی دی. د دې تر څنګ په نندارتون کې د اسلام ضد افکارو موضوع هم مطرح شوې ده. په يوه سپورټي جاکټ باندې په عربي ژبه د متحده آيالاتو د اساسي قانون يوه ماده ليکل شوې ده چې د مذهب او دين د آزادۍ تضمين کوي.
موډ په ټولنيزو رسنيو کې
بې شمېره بلاګران، تاثير لرونکي کسان او د موډ مجلې د مسلمانانو د موډ نړۍ ته توجه کوي. د «حجابيست» په نوم کسان په اينستاګرام کې پوړنی لمانځي. دغه خبره هم د فرانکفورت په نندراتون کې مطرح شوې ده چې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د آلمان په دغه ښار کې دوام لري.