1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فرانسه کې يو بندي څرنگه په چورلکه کې له زندانه وتښتېد؟

۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبه

الجزاير الاصله فرانسوي مجرم رضوان فاید چې د تیښتې د هنر له امله مشهور دی یو ځل بیا د فرانسې له یوه زندانه په تیښته بریالی شوی دی. دا ځل هغه د چورلکې پر مټ تښتیدلی.

https://p.dw.com/p/30ehf
Redoine Faid Fahndung nach Schwerverbrecher aus Frankreich
انځور: picture-alliance/dpa/O. Arandel

الجزاير الاصله فرانسوي رضوان فاید د همدې تیرې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا له زندانه په تیښته بریالی شوی دی. د فرانسې چارواکي وايي چې دغه ۴۶ کلن غل د پاریس له ریو زندان څخه دا ځل د ورځې په رڼا کې د چورلکه په واسطه تښتیدلی دی.

د ریو زندان چارواکو د «بي. ایف. ایم. ټي. وي» په نامه فرانسي تلویزیون ته وویل: «دوه کسان چې تور کالي، نقابونه او د پولیسو لاسبندونه یې اچولي وو، د زندان دروازې ته را څرګند شول او د فاید په لټه کې ول.» په عین وخت کې یوه چورلکه د زندان په حویلی یعنې په هغه ځای کې کښېناسته چیري چې د چورلکو ضد جال موجود نه وو. دغو کسانو د اوسپنې د اره یا پرې کولو د ماشین په واسطه هغه دروازه پرانیستله چې د زندانیانو د ملاقات له پاره ځانګړي شوي. په همدې خونه کې فاید له خپل ورور سره خبرې کولې او تر همدې وروسته هغه په دې چورلکه کې په تیښته بریالی شو.

Frankreich Flucht Redoine Faid aus Haftanstalt in Reau
د پلټنې ډله د هغې چورلکې پلټنه او انځورونه اخلي چې په دې پیښه کې کارول شوېانځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasselt

له زیان رسولو پرته تیښته

د فرانسې عدلیې وزارت ویلي چې د رضوان فاید تیښتې یوازې «څو دقیقې وخت نیولی» او په دې تیښته کې څوک ټپیان یا برمته نیول شوي نه دي. د فرانسې څارنوالانو بیا د دغې پیښې پلټنه پیل کړې او پولیسو بیا د فاید په تیښته کې د ښکیل کسانو د موندلو له پاره عملیات پیل کړي.

د پولیسو سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د یکشنبې ورځې په دې پیښه کې ښکیل پیلوټ د الوتکو ښوونکی وو چې د خپل زده کوونکي په انتظار وو او په دې وخت کې برمته شوی. تر پیښې وروسته هغه د پاریس په شمال کې د دغه زندان په ۶۰ کیلومترۍ کې موندل شوی. پولیسو له نوموړي پوښتنې او ګرویږنې کړي او بیا وروسته یې آزاد کړی دی.

له زندان څخه د فاید تیښته داسې مهال کیږي چې څه موده وړاندې د فرانسې یوې استناف محکمې نوموړي ته په ۲۰۱۰م کال کې د یوې وسله والې غلا د تنظیم په جرم ۲۵ کاله د زندان سزا اورولې وه.

د ۲۰۱۰م کال په دې وسله واله غلا کې د فرانسې د پولیسو یو افسر ووژل شو. په دې ترتیب سره دا دوهم ځل دی چې فاید له زندان څخه په تیښته بریالی کیږي. په ۲۰۱۳م کال کې هغه د یوه بل زندان څلور ساتونکي برمته کړل او بیا یې د باروتو په واسطه د تیښتې لار ځانته پرانیستله.

Frankreich Flucht Redoine Faid aus Haftanstalt in Reau
د پلټنې مامورین د هغه ځای انځورونه او پلټنه کوي چیرته چې چورلکه ترک کړل شوېانځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasselt

فاید د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د مهاجرو د اوسیدلو په یوه سیمه کې لوی شوی. هغه تر دې مخکې ویلي ول چې د هغه جرمي ژوند د یو شمیر فلمونو څخه الهام اخلي.