1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فرانسه کې د ترهگرۍ خبرداری

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

د فرانسې د شتراسبورګ ښار په یوه کرسمس بازار کې یوه نامعلوم کس درې کسان په ډزو وژلي دي. د ښار ځینې برخې اوس هم بندې دي او د کرسمس بازار شاو او خوا سیمه کې د پلټنې عملیات ادامه لري. شکمن عامل لا تر اوسه نه دی نیول شوی.

https://p.dw.com/p/39uqO
Schießerei Straßburger Weihnachtsmarkt
انځور: picture-alliance/dpa/aptn

په شتراسبورګ کي دغه برید د سه شنبې په ماښام شوی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر د چهارشبنې (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۲مه) وويل چې په پيښه کې د ټپیانو شوو کسانو شمیر۱۲ ته رسېدلی دی چې د شپږو وضعیت يې د اندیښنې وړ دی.

د کاستانر په وینا شکمن عامل له پولیسو سره دوسیې درلودې او د هغه لټون روان وو. د فرانسې د چارواکو په وینا دغه کس د باالقوه خطر رامنځ ته کوونکي په توګه درجه بندي شوی وو. د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ تحقیقات پیل کړي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د شتراسبورګ شکمن عامل فرانسوي وګړی دی چې په خټه د شمالي افریقا دی. د دغه رپوټ له مخې دغه ۲۹ کلن د زینګن د یوې محکمې له لوري د غلا په تور د بند په سزا محکوم شوی وو او په آلمان کې یي په بند کې وخت تیر کړی. د آلمان د خبري آژانس په وینا دغه کس بیا د سزا تر ختمیدو وروسته په ۲۰۱۷م کال کې فرانسې ته اخراج شوی وو. 

په پلازمینه پاریس کې ولسمشر ایمانویل ماکرون، په یوه بیړنۍ غونډه کې ګډون وکړ. د سه شنبې په ماښام دغه غونډه کې پر نورو سربیره د فرانسې لومړي وزیر او د دفاع وزیر هم ګډون کړی وو. په عین وخت کې د ماکرون حکومت په هیواد کې د ترهګرۍ د خطر خبره کړې ده.

د شکمن کس د نیولو امر تر مخه صادر شوی وو؟

ظاهرا باید دغه شکمن عامل د سه شنبې په سهار د یوه بل جرم په خاطر نیول شوی وای. د فرانس انفو، په نوم تلویزوني چینل د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي دي چې دغه کس د سه شنبې په سهار په کور کې نه وو.

د فرانسې خبري آژانس، د پولیسو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي دي چې احتمالاً به پوليسو دغه افراطي شوی ۲۹ کلن د تيښتې پر مهال ټپي کړی وي. خو پوليس په دې نه دي توانیدلي چې د شکمن عامل د تيښتې مخه ونیسي. زیاته شوې ده چې د دغه کس د تعقیب پر مهال متقابل فیرونه شوي دي.

Schießerei Straßburger Weihnachtsmarkt Polizei
په شتراسبورګ په په وسلو سمبال امنیتي ځواکونه د شکمن عامل لټون کويانځور: picture-alliance/AA/E. Cegarra

د ښار پر مرکز سربیره تیره شپه د اروپا پارلمان هم کلابند شوی وو. په لومړنیو ساعتونو کې هیچا ته د ودانۍ د پریښوولو اجازه نه وه او کارکوونکو ته د تلیفون د لنډ پيغام او یا هم د بريښناليکونو له لاري خبر ورکړل شوی وو.

د اروپایي اتحادیې کمیسیون مشر ژان کلاوده یونکر د برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. هغه ویلي دي چې شتراسبورګ د سولې او د اروپا د دیموکراسۍ له پاره سمبولیک ښار دی. د هغه په خبره «دا هغه ارزښتونه دي چې موږ به يې تل دفاع وکړو.» د یونکر په خبره د اروپایي اتحاديې کمیسیون د فرانسې تر څنګ ولاړ دی. د آلمان د حکومت ویاند شتیفن زایبرت هم پر دغه پيښه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د آلمان فدرالي پولیس پولې کنترولوي

د آلمان چارواکو شتراسبورګ ته څیرمه له پولې څخه د دغه کس د احتمالي اوښتو په هکله خبرداری ورکړی دی. د آلمان پولیسو د دې علت د شکمن عامل لټون په ګوته کړی دی. زیاته شوې ده چې پولیس هغه مسافر کنترولوي چې له فرانسې څخه آلمان ته ځي.

تر دغه برید وروسته د چهارشنبې د ورځې له پاره د شتراسبورګ د کرسمس بازار تړلی اعلان شوی. ویل شوي دي چې د فرانسې د ختیځ دغه ښار کلتوري تأسیسات هم نه پرانیستل کیږي.