1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غلطۍ سره اخراج شوی پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته ورسید

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

یو افغان پناه غوښتونکی چې تر دې مخکې افغانستان ته اخراج شوی وو، د یکشنبې په ورځ یو وار بیا آلمان ته ورسید. هغه د یوې محکمې تر پریکړې وروسته د آلماني چارواکو له خوا بیرته دې هیواد ته راوستل شو.

https://p.dw.com/p/332a1
Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان د فدرال حکومت یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ۲۰ کلن افغان د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته تر دوو بجو لږ وروسته د برلین ښار تیګل هوایي ډګر ته ورسید. تر سرحدي کنترول وروسته، د هغه د وکیل یوه همکار دغه افغان پناه غوښتونکی له هوایي ډګر څخه یوه بل ځای ته لیږدولی دی.

هغه به د دوشنبې په ورځ د مکلنبورګ فورپومرن ایالت له چارواکو سره ځان ثبت کړي. نصیب الله س. د هغو ۶۹ افغانانو له ډلې څخه یو وو چې د جولای په میاشت کې له مونشن ښار څخه په یوې چارتر شوې الوتکه کې کابل ته ولیږدول شول.

په اصل کې باید دغه افغان پناه غوښتونکی ځکه نه وای اخراج شوی چې لا یې هم د ګریفسوالد ښار په یوې اداري محکمې کې دوسیه تر څیړنو لاندې وه. هغه په آلمان کې د خپل نه منل کیدو پر ضد اقامه دعوا کړې او لا تر اوسه پورې یې د دوسیې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د نصیب الله س. قضیه کابل ته د هغه تر اخراج دوه اوونۍ وروسته رابرسیره شوه. چارواکو بیا ومنله چې د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو ادارې د هغه په پیژندلو کې اشتباه کړې وه او دغه کس د یوې اشبتاه په پایله کې اخراج شوی وو.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت بیا کابل ته نږدې د هغه له پاره د استوګنې ځای برابر کړی وو. د تیرې چهارشنې په ورځ هغه اسلام آباد ته ولیږدول شو چیرې چې هغه ته د آلمان ویزه ورکړل شوه او بیا له همدې ښاره یې آلمان ته سفر وکړ.