1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي يو اخراج شوی افغان بيرته راولي

۱۳۹۷ مرداد ۱۳, شنبه

آلمان غواړي يو اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی بيرته آلمان ته راولي. دغه شل کلن ځوان تيره مياشت د ۶۸ تنو نورو افغانانو سره په داسې حال کې افغانستان ته اخراج شو چې لا يې په محکمه کې د دعوا بهير پاي ته نه وو رسيدلی.

https://p.dw.com/p/32cAc
NRW will über Weihnachten nicht abschieben
انځور: picture alliance/dpa/P. Seeger

د آلمان د مهاجرت اداره غواړي دغه په غلطۍ سره اخراج کړل شوی افغان مهاجر په خپل لګښت بيرته آلمان ته راولي. د دغه افغان مهاجر نوم نصيب الله س. ښودل شوی دی. په پام کې ده چې نوموړی په راتلونکو لنډو ورځو کې آلمان ته راوستل شي.

آلمانۍ مجلې «شپيګل» د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۳ نېټه) رپوټ ورکړ، چې دغه افغان مهاجر په دې دليل بيرته آلمان ته راوستل کيږي چې تر څو يوې آلمانۍ محکمې ته خپله ادعا ورواوري. ځکه دغه افغان په داسې حال کې اخراج شوی وو چې د محکمې د پريکړې په اړه يې له سره د بياکتنې غوښتنه کړې وه.

نصيب الله س. په کال ۲۰۱۵م کې آلمان ته راغلی وو او له هماغه وخته د آلمان په ختيځ ايالت مکلنبورګ فورپورمن کې اوسيده.

شپيګل زياته کړې چې وروسته له هغې چې دغه ځوان افغانستان ته اخراج شو، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (بامف) اعلان وکړ چې هغه په سهوې سره اخراج شوی دی. د دغې ادارې په وينا، دغه افغان مهاجر د محکمې د هغې پريکړې پر وړاندې چې د ده په هکله يې کړې وه، له سره د کتنې درخواست وړاندې کړی وو. په پام کې وه چې هغه په راتلونکو اوونيو کې د خپلې دعوا له پاره محکمې ته حاضر شي، خو مخکې له دې چې دغه بهير پيل شي کابل ته اخراج کړل شو.

د رپوټ پر اساس، اوس آلمانۍ ادارې غواړي نصيب الله س. په خپل لګښت د پاکستان پلازمينې اسلام له طريقه بيرته آلمان ته راولي. په پام کې ده چې نصيب الله به آلمان ته تر پرواز د مخه، خپله آلمانۍ ويزه په اسلام آباد کې د آلمان له سفارت څخه ترلاسه کړي.

له دې ټولو سره سره، د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي. له بل لوري دا هم په بشپړه نه ده روښانه شوې چې دغه افغان مهاجر به څه وخت له اسلام آباده آلمان ته راوستل کيږي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: