1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غلطۍ اخراجیدونکي مهاجر د آلمان له پاره څومره لګښت لري؟

۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعه

آلمان ته د څو تنو هغو مهاجرو بيرته راوستل چې په غلطۍ سره اخراج شوي ول لوړ لګښتونه له ځانه سره لرلي دي. په دغو مهاجرو کې يو هم شل کلن افغان مهاجر دی چې په روانه مياشت له کابل څخه بيرته برلين ته راوستل شو.

https://p.dw.com/p/33gwL
Deutschland Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې آلمان ته د څو تنو هغو مهاجرو چې په اشتباهي توګه اخراج شوي ول او بيا بيرته آلمان ته راوستل شوي دي، شاوخوا ۲۲ زره يورو لګښت لرلی دی. دغه مهاجر مخکې له دې چې د پناه غوښتنې پر دوسيو يې وروستۍ پريکړه وشي له آلمان څخه اخراج شوي ول.

يادې پيسې د پروازونو پر ټکټونو، د بيرته راستنيدو پر وخت د هوټل په کرایه او په خاصو حالاتو کې پر روغتيايي اړتياو لګول شوي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه معلومات د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ فراکسيون د پوښتنې په ځواب کې وړکړي دي. ويل شوي دي چې سربيره پر دې په دې برخه کې د آلمان د سره صليب ادارې او د مهاجرت نړيوال سازمان هم لګښتونه کړي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې دوه پناه غوښتونکي په غيرقانوني توګه له آلمان څخه اخراج شوي ول او په روان کال کې هم د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې په پیړه پنځه مهاجر خپلو هيوادونو ته واستول.

په يادو ټولو قضيو کې د آلمان ايالتونو او د بهرنيو اتباعو ادارو د اخراج بهير په داسې حال کې عملي کړی وو چې د پناه غوښتونکو دوسيې لا بشپړې شوې نه وې. په دغو پناه غوښتونکو کې د افغانستان، تونس، مراکش، نايجريا، کوزوو، چين او زيمبابوې اتباع شامل ول.

د روان کال د اګست مياشتې په منځ کې يو شل کلن افغان مهاجر له کابل څخه بيرته آلمان ته راوستل شو. دغه مهاجر د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې د يوې تيروتنې په نتيجه کې افغانستان ته اخراج شوی وو. دی په داسې حال کې افغانستان ته اخراج شوی وو چې د محکمې له خوا د هغه د پناه غوښتنې په اړه نهايي پريکړه نه وه اعلان شوې.

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: