1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي د احتجاج پر وخت بیا انسانان ووژل سول

۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبه

په غزه کي د تازه احتجاجونو پر وخت درې نور انسانان وژل سوي او تر ۲۰۰ څخه زيات ژوبل دي. اسرائيل د اردن په لوېديځه غاړه کي د نورو مېشتځايونو د جوړولو له اعلان سره خپل غبرګون ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/32Ew0
Palästina Gaza Proteste an der Grenze zu Israel
انځور: picture-alliance/Xinhua

د غزې په تړانګه کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۷مه نېته) د فلسطيني احتجاج کونکو څخه دوه کسان د اسرائيلي عسکرو په ډزو ووژل سول او دوه سوه نور فلسطينيان ژوبل سول. دغه تاوتريخوالی د اسرائیل سره پر پوله رامنځ ته سو. په غزه کي د روغتيايي چارو د وزارت د جمعې په ورځ وويل چي يو ۱۴ هلک وژل سوی دی. ياد وزارت د شنبې په ورځ وويل چي يو بل ځوان هلک چي تر مخه په ياد تاوتريخوالي کي سخت ژوبل سوی وو، ساه يې ورکړې ده.

اسرائيلي پوځ ويلي دي چي په ټوليزه توګه تقريبا ۷۰۰۰ فلسطينيانو د اسرائيل سره پر پوله په اخ و ډب کي برخه واخيسته. اسرائيل زياته کړې چي فلسطيني احتجاج کوونکو پر اسرائيلي عسکرو ډبري وغورځولې او ټايرونو ته يې اور واچوی چي له کبله يې د پولې کټارې ته زيان هم واوښت.

د اردن په لوېديځه غاړه کي د يهوديانو په ميشت ځای کي يو فلسطيني د يهوديانو د ميشت ځای پر اوسېدونکو د چړې بريد کړی چي په ترڅ کي يې يو اسرائيلی ووژل سو. په عيني حال کي د مقدس زيارت په ساحه کي د دواړو اړخونو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته سو او په ترڅ کي يې نژدې ۴۰ فلسطينيان ژوبل سول. په دې ترڅ کي اسرائيلي امنيتي چارواکو ۲۰ فلسطينيان نيولي هم دي.

د مارچ مياشتي له پای راهيسي په غزه کي د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ تاوتريخوالی او اخ و ډب مخ په زیاتېدو دی. په غزه کي د روغتيايي چارو د وزارت په وينا له هغه راهيسي اسرائيلي عسکرو ۱۵۰ فلسطينيان وژلي دي.

فلسطينيان د دې له پاره احتجاج کوي چي وايي د غزې محاصره دي پای ته ورسيږي او دا چي بايد ورته اسرائيل ته د بېرته ورتلو حق ورکول سي. دواړه اړخونه يو پر بل د تاوتريخوالي د پېلولو تورونه لګوي.

د وضعې د جديت له کبله د اسرائيل پوځ دغې سيمي ته د دوو نورو عسکري کنډکونو د لېږلو فيصله کړې ده.

د اسرائيل د دفاعي چارو وزير اويګدور ليبر من، د آدم په نوم د يهوديانو په مېشتځای کي د ۴۰۰ نورو د اوسېدو د واحدونو د جوړولو اعلان کړی دی. نوموړي پر خپله تويتر پاڼه ليکلي دي: «د ترهګرۍ پر ضد تر ټولو ښه جواب په يودايا او ساماريا کي د مېشتولو پروسه لا چټکول دي.»