1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عملیات زیږیدلي ماشومان د ناروغیو له خطر سره ډیر مخامخ دي

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

په آلمان کي د نورو لویدیځو اروپايي هیوادونو په مقایسه، ډیر کوچنیان د عملیاو له لاري پیدا کیږي. خو دغه ډول عملیاتونه بیا زیږیدلو ماشومانو ته له ناروغیو سره د مخامخ کیدو خطرونه زیاتوي. هغوی سمه وده هم نه کوي.

https://p.dw.com/p/3PAzn
Mütterlich assistierter Kaiserschnitt
انځور: picture-alliance/dpa/Mühlenkreiskliniken

د تخنیکي صحي بیمې یوې اوږدمهاله پلټنې چي د چهارشنبې په ورځ په برلین کی خپره سوه، په دې هکله نوي ارقام ښودلې دي. پلټونکي د هغو کوچنیانو په پرتله چي په طبیعي ډول زیږیدلي، په عملیات پیدا سوو کوچنیانو په وده کي نیمگړتیاوو ته هم اشاره کړې ده.

د کوچنیانو د روغتیا په هکله رپوټ په حواله د هغو کوچنیانو په وده کي چي په عملیات زیږیدلي دي، نهه سلنه نیمگړتیا لیدل سوې. او لس سلنه يې ددې خطر زیات دی چي په لومړیو اتو کلونو کي له دوامداره برانشیتي یا تنفس ناروغیو سره مخامخ سي. علاوه پر دې د نورو کوچنیانو په پرتله يې۱۶سلنه له روحي ناروغیو سره د مخامخ کیدو خطر هم ډیر وو.

په دغه رپوټ کي په ۲۰۰۸م کال کي د څه ناڅه ۳۹ زرو زیږیدلو ماشومانو ارقام تر ۲۰۱۶م کاله پوري ارزیابي سوي دي. له هغو ۱۹ ناروغیو سره چي کوچنیان خپل د ژوندانه په لومړیو وختونو کي ورسره مخامخ کیږي، د هغو هلکانو او نجونو د مخامخ کیدو خطر ډیر دی چي د عملیات له لاري زیږیدلي دي.

د تخنیکی صحي بیمې TK مشر ینس باز ویلي چي د کوچنیانو روغتیا ته په کتو سره باید له غیر ضروري عملیاتو څخه مخنیوی وسي. د هغه په خبره زیاتره خلک په دې نه پوهیږي چي دا کار د کوچنیانو له پاره څومره ناوړه عواقب لري.

په آلمان کي په اوسط ډول۳۰ اشاریه ۵ سلنه کوچنیان د عملیات له لاري نړۍ ته راځي چی په نورو غربي اروپايي هیوادونو کي بیا دغه رقم ۲۷ سلنه دي. خو بیا هم د صحي بیمې د رپوټ له مخي، د عملیاتونو ارقام له یوې سیمي څخه تر بلي سیمي توپیر لري.

د مثال په ډول په زارلند کي زیاتره عملیاتونه یعني ۳۱ سلنه او په زاکسن کي بیا کم یعني ۲۰ سلنه ترسره کیږي.

په دنمارک کي هم یوه اوږدمهاله پلټنه ښيي چي په عملیات پیدا سوي کوچنیان تر۱۵کلنۍ پوري زیاتره د نفس تنگۍ، غذايي موادو سره د حساسیت لرلو، او یا هم سرطاني ناروغیو سره مخامخ کیږي. خو په دنمارک کي بیا ددغو کوچنیانو د ودې په هکله پلټنه نه ده ترسره سوي.

په مجموعي ډول د صحي بیمې له خوا دغه رپوټ له مخي، زیاتره کوچنیان د خپل ژوندانه په اولو اتو کلونو کي که څه هم روغ رمټ وي، خو هغوی زیاتره وخت د تنفسي ناروغیو، د غوږو التهاب او جلدي ناروغیو څخه زوریږي.

گ.پ/ن .ز/آژانسونه