1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ډيجيټالي نړۍ

په شپږو تورو سره يې په نړۍ کې خلک باسواده کړل

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

لوی براي په۱۸۰۹م کال کې پاريس ته نږدي وزيږيد او په الفبا کې يې په خپلي اختراع سره په نړۍ کې د ړندو له پاره د ليک او لوست اسانتیاوي رامنځ ته کړې.

https://p.dw.com/p/3B2Qd
Blindenschrift Louis Braille
انځور: Imago/Leemage

 

پلار يې د آسونو زين او کتې ګنډلو دستګاه درلوده او لوي به يې هميش له ځان سره هلته بېوه. دري کلن وو چې په دستګاه کې د کاري وسايلو په چاقو سره يې سترګې ټپې شوي، د تل له پاره په سترګو ړوند شو او د ښوونځې له تګ نه بې برخې شو.

لس کلن چې شو په پاریس کې د ړندو ښوونځي ته ولاړ او ډيره موده تيره نه وه چې د موسیقي په رشته کې تر ټولو غوره زده کوونکې شو. د خپل عمر له کمښت سره بیا هم د خپل برخليک په څير ورته کسانو ته يې  موسیقي، لیک او لوست ورزده کول. تر هغه مهاله لا د ړندو له پاره کومې خاصې الفبا شتون نه درلود او عادې الفبا به یې ورته پنډوله، چې په پاي کې به ړنډو کسانو په ستونزو سره لوست او لیک کولې شو. دغه راز د دوي کتابونه هم ډير درانه ول،چې ډير ځاي به يې نيوه.

لوي براي ۱۶ کلن وو چې د افسرانو له پاره د پنډ خط لیکلو نه چې دغه ليکنه په تياره کې د خبر ورکولو په موخه جوړه شوې وه، ده تري نه الهام واخيست. د ړندو له پاره يې خاص ساده خط اختراع کړ، چې د هغه د خط په نامه (اوبراي خط) يا (بريل) په نامه ونومول شو.

په دغه خط کې د شپږو تورو له جوړښت څخه کار اخیستل شوی چې په دوو کرښو کې، دري تورې ځای شوی دي.

هغه ويل: «د انسان د ګوټو سرونه تر شپږو ټکو پورې په ډيري چټکۍ سره په ښه توګه حس کولي شی، نو باید دغه شمير ټکي د الفبا لیکنو له پاره ترینه ګټه پورته شي.»

خو په هغه اندازه چې ړانده کسان د لوي له اختراع څخه خوشاله ول، بینا ښوونکو ورسره مخالفت کاوه. تر هغه چې د بريل خط د ړندو په ښوونځيو کي منع کړای شي.

 له ۲۵ کالو کوښښونو او هڅو وروسته د لوي او ملګرو په اړه د زده کړې او روزنې کارپوهان د بريل خط په ارزښت وپوهيدل. ورو ورو دغه خط يې د ړندو له پاره په رسمې خط سره قبول کړ او د مخترع له پاره يې چې له کلونو ترينه بې برخې شوي ول بیا ارزښت او مقام ورکړ.

نن ورځ د بريل خط پر مټ په ميلونونو ړانده کسان په ټوله نړۍ کې لوست او لیک زده کوي او د موسیقي له جوړښت او اثارو له پاره ترينه هم ګټه اخلي. لوي د تبرکلوز ناروغۍ له امله په پاريس کې مړ شو، د هغه قبر فرانسې په پانتئون سيمه کي د لوړو شخصيتونو په هديره کي دی.