1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سویس کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي»

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې په سویس کې شاوخوا ۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي له دغه هیواد څخه د اخراج له ګواښ سره مخ دي. دغه وزارت له سویس څخه غوښتي چې د دوی پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/3RvYj
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نیټه) د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو د وزارت چارواکي ویلي چې د ترکیې په کوربتوب د افغانستان، سویس او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ترمنځ یوه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه. دغه وزارت د سویس د پلاوي د مشرې ونسنزه مچولیني، په حواله ویلي چې په سویس کې د ټولو ۲۰ زره افغان مهاجرینو له ډلې څخه ښايي یو فیصد یې له دغه هیواده اخراج شي.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو وزارت د خپرې شوې اعلامیې په حواله د سویس استازې ونسنزه مچولیني، په دغه ناسته کې ویلي: «شاوخوا ۲۰ زره افغانان په سویس کې ژوند کوي چې له دوی څخه ډیرۍ برخه یې د پاتیدو او د حفاظت نړیوال حق لري چې د دوی کمه برخه باید بیرته اخراج شي.» دغه وزارت په سویس کې د افغان مهاجرینو د وضعیت او له دغه هیواد څخه د شاوخوا ۲۰۰ تنو افغان مهاجرینو د اخراج په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري له دویچه ویله آلمان غږ سره په خبرو کې تائید کړه چې په سویس کې د افغان مهاجرینو له ډلې څخه یو فیصد یې اخراجیږي. نوموړي وویل: «[په سویس کې] ځینې کسان شته چې اقامه نه لري، نه دي منل شوي او یا هم غیر قانوني کارونه یې کړي دي او دا چې دوی له سویس څخه اخراجیږي.»

د یاد وزارت په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د دغه وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې په دې ناسته کې له سویس څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره په سویس کې د افغان مهاجرینو په برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي. په اعلامیه کې د هغې له قوله ویل شوي: «لا هم په افغانستان کې ځینې امنیتي چلنجونه موجود دي. له ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه له سویس څخه غوښتنه لرو چې د [افغان] مهاجرینو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي.»

د مهاجرینو چارو د وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې له سویس څخه د افغانانو پر وړاندې د زغم غوښتنه کړې.
د مهاجرینو چارو د وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې له سویس څخه د افغانانو پر وړاندې د زغم غوښتنه کړې.انځور: UNAMA

د یادولو وړ ده چې په دې ناسته کې د سویس هیواد استازو ویلي چې هیواد یې د مهاجرینو د حقونو په برخه کې تر ټولو لوړ معیارونه عملي کوي او هڅه کوي چې د مهاجرینو بیرته تګ په خپله خوښه تر سره شي. په ورته وخت کې د مهاجرینو چارو وزارت بیا ویلي چې په سویس کې میشت زیاتره افغان مهاجرین له رواني ناروغیو کړیږي او دا چې په دوی کې ځینو یې ان د ځان وژنې هڅې کړي دي. د دغه وزارت ویاند له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې افغان پلاوي په دې کتنه کې له سویسي پلاوي سره د افغان مهاجرینو د رواني ستونزو او د ځان وژنې د هڅو په برخه کې خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

د اروپايي هیوادونو له ډلې څخه یوازې سویس نه دی چې د افغان مهاجرینو په اخراج لاس پورې کوي بلکې د آلمان په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو هم تر اوسه پورې په سلهاوو افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: