1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریې کې جنګیدلي افغانان: هدف مو یوازې پیسې وې

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

د بشري حقونو د فعالانو په حواله له بې وزلۍ او بې کارۍ څخه تښتيدلي په زرونه شعیه مذهبه افغانان د ايران د حکومت له خوا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد،ة د دفاع له پاره استخدام شوي. له سوریې ستون شوی يو افغان خپله کيسه کوي.

https://p.dw.com/p/2mO2v
Iran, Fatemion Einheit
انځور: MEHR

له ۲۰۱۳م کال راهيسې په ايران کې میشت هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري د ایران د انقلابي گارد په «فاطميون» لښکر کې شامليږي. د فاطميون لښکر په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد په پلوي جگړه کوي او د تهران له ملاتړ څخه برخمن دی. دا څرگندونې د بشري حقونو د څار د ټولنې غړو او د سوریې د جگړې پخوانيو افغان جنگيالو د نوم نه ښوولو په شرط کړي دي.

د شمس په نوم يوه پخواني جنگيالي چې دا یې اصلي نوم نه دی وويل: «زما له پاره خبره يوازې د پېسو وه.»

نوموړی ۲۵ کلن هزاره افغان په ۲۰۱۶م کال کې دوه ځلي سورېې ته تللی څو د شپږو کلونو راهيسې په روانه دغه جگړه کې برخه واخلي. شمس چې اوس په کابل کې ژوند کوي، زياتوي : «ما چې هر څوک [افغانان] ليدل هغوی يوازې د پیسو او ایران ته د داخليدو له پاره دغې جگړې ته تلل. هيڅوک مې داسې نه دي ليدلي چې د مذهبي دلايلو پر اساس یې په دغه جگړه کې برخه اخيستي وي.»

په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستان څخه د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هيواد اقتصاد مخ پر ځوړ شو او ډيری ځوانانو د کار او ښه ژوند په لټه ايران ته مخه کړه. د بشري حقونو د څار د ټولنې په حواله ايران د افغان مهاجرو د ناوړه وضعيت څخه گټه پورته کړه او د فاطميون ليکو ته یې د افغانانو په جذبولو پيل وکړ څو دوی په سوريه کې د بشارالاسد په پلوۍ وجنگيږي.

شمس وايي: «زه هم ځکه ايران ته ولاړم چې بې کاره وم او دا مې د کورنۍ له پاره د پیسو د ګټلو يوه لار وه.» خو دی زياتوي: «ما فکر کاوه چې په ايران کې به کار پيدا کړم. د سوریې په جگړه کې مې د شامليدو پلان نه لره. خو کله چې يو دوه مياشتې بيکاره وگرځيدم نو سوریې ته مې د تلو پريکړه وکړه.»

شمس وايي: «دوی [ايرانيانو] به موږ په دې خبره تشويقولو چې تاسې به مجاهدين شئ او که ژوندي ايران ته راستانه شوئ نو تاسې ته به په ایران کې د اوسيدو لس کلن جواز درکړل شي. خو زما هدف پيسې گټل وو.»

شمس زیاتوي: «شعیه افغانانو ته فاطميون»د جلب او جذب په مرکز کې د نوم د ثبتولو له پاره ۱،۵ مليونه ريال چې کابو ۴۵۰ ډالر کيږي، ورکول کيدل.»

دی وايي :«خو کله چې به دوی دغلته ثبت شول نو بيا به یې په میاشت کې درې مليونه ريال چې کابو ۹ سوه ډالرو کيږي، ترلاسه کول چې دا د ډيرو بې وزلو افغانانو له پاره زياتې پيسې دي.»

د شمس لومړی ماموريت په ۲۰۱۶م کال کې د سوریې په پلازمينه دمشق کې وو چيرې چې ده ته دوه مياشتې د پوځيانو د استوگنځایونو د ساتنې دنده سپارل شوې وه. دی په سبتمبر میاشت کې بيرته ايران ته ستون شو او بيا حلب ته واستول شو. په حلب کې ده ته د ايران د انقلابي گارد له خوا د ابتدايي زورنې وروسته لومړی «AK-47» ټوپک ورکړل شو.

ده وويل چې د داعش او النصره جبهې سره د جگړې په لومړۍ ليکه کې ورته ځان په يوه ډيره خونړۍ او شديده جگړه کې ښکيل ښکاريده. شمس زياتوي: «په حلب کې پر يوه کمين وربرابر شو. له سلو جنگيالو څخه مو زياتره له لاسه ورکړل او يوازې ۱۵ تنه ژوندي پاتې شو.»

دی زياتوي چې جسدونه بیرته ايران ته وليږدول شول او په افغانستان کې یې کورنيو يوازې فاتحه واخيسته، نه یې مړی وليد او نه هم د دوی قبرونه. په واشنگټن کې د اتلانتيک کونسل د څيړنيز مرکز څخه د علي الفونې، د اټکلونو پر اساس د ۲۰۱۳م کال له سبتمبر راهيسې د سوریې په جگړه کې کابو ۷۶۰ افغانان وژل شوي دي.

يوه بل افغان چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د سوریې په جگړه کې برخه اخيستې وه، وويل چې په فاطميون جنگيالو کې يوازې افغانان نه وو بلکې شعیه عراقيان او پاکستانيان هم موجود ول. ده وويل: «موږ یې له عربانو سره يوځای کړي وو چې ورسره په ژبه نه پوهيدو.»

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې ايرانيان په دې اړه د کره شمير له ورکړې ډډه کوي خو د دوی د اټکلونو پر اساس شا او خوا ۱۵۰۰۰ افغانان په سوريه کې جنگيږي. شمس د خپلې کورنۍ په غوښتنه بيرته افغانستان ته ستون شو او هيله لري چې خپل دوکان پرانیزي. دی بيرته سوریې ته د تلو نيت نه لري. هغه وایي: «زه به هيچا ته سوریې ته د تلو مشوره ور نه کړم.»