په سوريه کي د وژلو او ټکولو بهير روان دي
۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبهد سوريي د رژيم ځواکونو د يکشنبه په ورځ هم د حکومت ضد احتجاج کونکو پر ضد په حملو لاس پوري کړ او دوه تنه يي ووژل او يو ګڼ شمير نور يي ټپيان کړل.
د رژيم ضد فعالينو ادعا کړي ده چي بشارلاسد رژيم ته وفادارو ځواکونو د ترکيي په لور د لوي لاري په اوږدو کي پر يو پروت ښار ګوټي باندي حمله وکړه او هلته يي کور په کور په پلټنو او نيولو لاس پوري کړ.
د رژيم دغه وروستي حمله په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي ولسمشر بشار الاسد يو ځل بيا هڅه وکړه تر څو د خپل حکومت د پراخو غندنو په قهر او غوصو باندي اوبه تويه کړي.
اسد پرون يو فرمان صادر کړ چي د هغه له مخي د ژورنالستانو بندي کول يي منع کړل او معلوماتو ته يي د لاس رسي ژمني وکړي. د دغه فرمان له مخي د خپلواکو رسنيو د يوي ملي شورا د جوړيدو ژمنه هم شوي ده.
خو ژورنالستانو ته اجازه نه شته چي په خپلو رپوټونو کي هغه څه خپاره کړي چي د اسد رژيم هغه « د سوريي ملي يووالي د اغيزمن کولو په نامه ګڼلي دي» او هغه مسايل خپاره کړي چي د خلکو ديني عقايدو ته سپکاوي وکړي او يا فرقه يي ستونزو ته لمن ووهي. دغه راز هغو ته اجازه نه شته چي د رژيم د وسلوال پوځ پر ضد مطالب خپاره کړي.
خو د اسد دا ډول اصلاحاتو د سوريي دوست هيواد ترکيه له دي څخه منع نه کړه چي د عربي ټولني سره لاس يو کړي ترڅو د بغداد واکمنان د خپلو خلکو د ځپلو او ټکولو په خاطر وغندي.
د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل د خپل هيواد خبري آژانس، اناتوليا ته وويل: «په سوريه کي وضعيت هغه يو سرحد ته رسيدلي دي چي نور ورته هر څه ناوخت دي. مونږ خپل باور له لاسه ورکړ.»
ګل زياته کړه. «په نني نړي کي د مطلق العنان رژيمونو لپاره نور ځاي نه شته. هغوي به يا د برچي په زور راپرځول کيږي او يا به د نړي د دولتونو مشران به په لازمو اقداماتو لاس پوري کوي.»
د ترکيي چي په دي وروستيو کلونو له سوريي سره د دوستي اړيکي پاللي، په وار وار سره له ولسمشر بشار الاسد څخه غوښتي دي چي په خپل هيواد کي په بنسټيزو اصلاحاتو لاس پوري کړي، خو هغه د ترکيي دي غوښتنو ته زياته پاملرنه نه ده کړي.
د هغو رپوتونو له مخي چي د سوريي د بشري حقونو د فعالينو له خوا ورکول کيږي رژيم هر ورځ د خلکو قانوني غوښتنو ته د توپونو او ټاکنو سره ځواب وايي. د ملګرو ملتو د يوي احصايي له مخي په تيرو څو مياشتو کي څه ناڅه 2200 خلک وژل شوي دي.
عربي ټولني يا عرب ليګ پرون په قاهره کي يوه اعلاميه خپره کړه او د سوريي له حکومت څخه يي وغوښتل چي د خپلو خلکو وژلو او ټکولو ته خاتمه ورکړي. د هغي ټولني په اعلاميه کي راغلي دي چي د سوريي ثبات د سيمي لپاره خورا اهيمت لري.
خو دمشق دغه اعلاميه رده کړه او ويل چي په هغي کي «د نه منلو او له تعصبه ډکه لهجه استعمال شوي ده.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي: سيد رياض