په سوات کې ساینسي نندارتون
د خیبر پښتونخوا په سوات ښار کې د ځايي زده کوونکو له پاره د ساینس او څیړنې په برخه کې د علاقې د ډيرښت په موخه، دوه ورځنۍ ساینسي میله د دې ښار په سیدو شریف کې د سه شنبې په ورځ پیل شوه. انځورونه
د ساینس او پرمختګ نندارتون
د ساینس او نویو پرمختګونو په هکله دغه نندراتون د ادهیانه په نامه غیر دولتي سازمان، د سوات ښار د پوهني ریاست او د ساینس او ریاضیاتو په برخه کې د پاکستان ټولنې په نامه سازمانونو په ګډه تنظیم کړی دی. د سوات له سیمې څخه نږدې ۱۳۰ شخصي او دولتي تعلیمي مرکزونو څخه شاوخوا ۵۰۰۰ هلکانو او ۱۵۰۰ نجونو په دې نندارتون کې برخه اخیستې ده.
د ملاله یوسفزۍ پیغام
د سوات اوسیدونکې او د نوبل د سولې جایزې تر ټولو کم سنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د سوات ښار د ساینس په دې فستیوال کې د زده کوونکو ونډه ډیره هڅولې ده. په همدې وروستیو کې ملاله خپل دغه پلرني ښار ته تللې وه او هلته یې زده کړې په برخه کې د ځینو پروګرامونو د پلي کولو اعلان هم وکړ.
بیلابیلې تجربې
د سوات د ساینس په دې میله کې د بیلابیلو روبټونو، هایدرولکي ماشینونو او الکترونکیي سرکتونو مختلفي تجربې ترسره شوې. په دې میله کې د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه راغلو د تعلیمي ادارو زده کوونکو خپلې تجربې نندارې ته وړاندې کړې.
د سوات وضعیت د ښه کیدو پر لور
له ۲۰۰۷م کال نه نیولې تر ۲۰۰۹م کاله پورې سوات له ناامنیو سره لاس او ګریوان وو. د همدې مودې په ترڅ کې په دې ښار کې د نجونو له پاره د زده کړې فرصتونه تقریباً ختم ول، خو اوس حالت د بدلیدو په حال کې دی. په دې ښار کې نجونې او هلکان یو ځل بیا ښوونځيو ته ځي او خپلې زده کړې تعقیبوي.
په ټول پاکستان کې د ورته میلو د ترسره کولو غوښتنه
په ورته وخت کې په ټولنیزه رسنۍ ټوټیر کې هم هش ټګ سوات ساینس فیستوال ډیر مشهور یا ټرینډ شوی وو. د ټویټر ډيرو کاروونکو په دې میله کې د برخه اخیستونکو هلکانو او نجونو انځورونه خپاره کړي او په راتلونکې کې یې په ټول پاکستان کې د ورته میلو یا فیستوالونو جوړولو غوښتنه کړې ده.