1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په اوبو کې لږ تر لږه ۱۲ مهاجر مړه شوي

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

لږ تر لږه ۱۲ مهاجر چې ظاهراً ايټاليا ته تلل د يونان په اوبو کې د کشتۍ د ډوبيدو له امله مړه شوي دي. په دغې کشتۍ کې شاوخوا ۵۰ مهاجر سپاره ول، د لټون عملیات ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3W2Qn
Symbolbild Rettung Flüchtlinge aus Mittelmeer
آرشيفانځور: Getty Images/C. McGrath

له آتن څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، د يونان ساحلي ساتونکو په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «تر اوسه پورې د ۱۲ مړو جسدونه موندل شوي دي. د ژغورنې او موندنې عمليات ادامه لري.» په اعلاميه کې زياته شوې چې په دغو عملياتو کې له شلو ډير کسان ژغورل شوي هم دي. پيښه د يونان په Ionian (ايونيان) سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

په اعلاميه کې ویل شوي چې د ژغول شوو کسانو له ډلې څخه «درې تنه يې د عاجلو درملنو په موخه په څرخي الوتکو کې روغتون ته رسول شوي دي.»

په سملاسی توګه د قربانيانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي. د چارواکو په خبره، په ډوبه شوۍ کشتۍ کې شاوخوا پنځوس کسان سپاره ول. دوی د پاکسي په نوم يوه ټاپو ته نژدۍ، هغه مهال په اوبو کې ډوب شول چې په ظاهره يې هڅه کوله ځانونه ايټاليا ته ورسوي.

Griechenland Küstenwache rettet Flüchtlinge auf dem Mittelmeer
په بيلابيلو عملياتو کې يې۷۳ تنه نور مهاجر ژغورلي دي انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

چارواکو ويلي دي چې دوې په دغې موقع کې له مهاجرو څخه د ټيلفون يوه عاجله اړيکه ترلاسه کړه. د چارواکو په وينا، د ژغورنې او لټون په عملياتو کې شپږ کشتيو او درو څرخي الوتکو  برخه اخیستې ده.

د يونان ساحلي ساتونکو له قوله زياته شوې چې څلورو ګارګو یا بار وړونکې کشتيو چې په سيمه کې د تيريدو په حال کې وې، هم مرسته کړې ده.

په وروستيو کلونو کې د سمندري لارو اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال په زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو لا هم له دغې خطرناکې لارې مهاجرتونه ادامه لري.

د فرانسې خبري آژانس د نړيوالو سازمانانو په حواله ليکي چې يوازې په روانه مياشت کې ۲۲ کسان په مديترانې سمندرګي کې مړه او يا تر اوسه لا درکه دي. ډيری دغه مهاجرتونه د افريقايي او منځني ختيځ هيوادونو څخه کيږي. يونان او ايټاليا هغه هيوادونه دي چې مهاجر په لومړي سر کې ورته ځانونه رسوي.

 د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې د جمعې او شنبې ورځو په بيلابيلو عملياتو کې يې۷۳ تنه نور مهاجر ژغورلي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې يونان يو ځل بيا د ډير شمير تازه رسيدلو مهاجرو شاهد وو. ملګري ملتونه وايي په دغه کال يونان ته څه باندې ۵۵ زره مهاجر راغلي دي.

/mks/aa/str-jph/jj