1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: د سوريايي مهاجرو بيرته ليږد بايد داوطلبانه وي

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي دي چې د روان کال په شپږو مياشتو کې شاوخوا ۷۵۰ زره داخلي بيځايه شوي سوريايان بيرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي. خو له بهرنيو هيوادونو څخه بيا لږ سوريايان بيرته سوريې ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/31rPb
Syrien Damaskus - Flüchtlinge kehren zurück in Ihre Heimat
انځور: picture-alliance/Photoshot/A. Safarjalani

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ويلي دي چې د دوی ارزونې ښيي چې په تيرو شپږو مياشتو کې د اټکل له مخې شاوخوا ۷۵۰ زره داخلي بيځایه شوي سوريايان بيرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي. په ژنيو کې د دغه سازمان دفتر ويلي دي چې دا د داخلي بيرته ستنيدونکو هغه شمير ته نژدی دی کوم چې د تيرکال په ټولو دولسو مياشتو کې بيرته خپلو سيمو ته تللي ول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر رپوټ ورکړی وو چې يوازې د روان کال په څلورو مياشتو کې ۹۲۰ زره سوريايان تښتيدلي دي. د دغه سازمان د تحقيقاتو پر اساس، دا د سوريې په اووه کلنې جګړه کې د تيښتو تر ټولو لوړ آمار دي.

حمص، حلب او د دمشق لوی ښار

د ملګرو ملتونو سازمان زياته کړې ده چې خپلو اصلي سيمو ته د بيرته ستانه شوي ډيری کسان هغو سيمو ته تللي دي، چې تازه د سوريې دولتي ځواکونو له خوا د [اورپکو] له شتونه پاکې شوې دي. حمص، حلب، او د پلازمينې او لوی ښار دمشق شاوخوا په دا ډول سيمو کې راځي.

له بل لورې، په ختيځې غوطه او ادلب ولایت کې د اروپکو پر پاتې مرکزونو باندې د جګړو او عملياتو پيل بيا د بيځايه شويو او مهاجرو تازه څپې رامنځ ته کړي دي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري غواړي د سوريې او روسيې حکومتونو سره چې د دمشق اصلي متحدان دي، خپلو اصلي سيمو ته د بيرته ستيدا د بهير پر څرنګوالي خبرې اترې وکړي. دغه سازمان له ژنيو څخه په خپله خپره شوې اعلاميه کې پر دې ټينګار کړی دی چې هر ډول بيرته ستنيدا بايد داوطبانه او په عين وخت کې با عزته او په محفوظ ډول تنظيم کړل شي.

۱۳ زره پناه غوښتونکي له سوريې څخه بهر

ملګرو ملتونو دغه راز ويلي دي چې داخلي بيرته ستنيدونکو ته په کتو، له بهرنيو هيوادونو څخه بيا لږ شمير پناه غوښتونکي بيرته سوريې ته ستانه شوي دي. د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دغو افرادو شمير شاوخوا ۱۳ زرو ته رسيدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ څانګې په حواله، د سوريايي مهاجرو ناورين، په اوسني عصر کې تر ټولو لوی بشري بحران دی.

حاضردمه نژدې ۱۲ ميليونه سوريايان له خپلو کورنو څخه د تيښتې په حال کې ژوند کوي. له دغې ډلې څخه ۶،۵ ميليونه يې له سوريې څخه بهر د پناه غوښتنې سپارلي او له ۶ ميليونو څخه ډير نور بيا دننه په سوريه کې له خپلو کورنو څخه بي ځایه شوي دي.

دویچه وله/ ا. ج/ م. ک. ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: