1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې مېرمنو ته د طلاق خبر په تليفوني پيغام ورکول کيږي

۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

په سعودي عربستان کې اوس داسي پيښي هم شته چې نارینه وو بې له دې چې خپلې ښځي يې خبري کړي وي طلاق ورکړی وي. تر دې وروسته به مېرمنو ته په دې هکله معلومات ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3B8EP
Saudi-Arabien Frauen mit Abaja in Riad
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په راتلونکي وخت کې به په سعودي عربستان کې مېرمنو ته د محکمې له لوري د لنډ تلیفوني پیغام «اس ام اس» له لوري د خپل طلاق په هکله خبر ورکول کیږي. د دغه هیواد د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې له دې وروسته به مېرمنو ته د یوه کتبي پیغام له لارې «په خپل کورني ژوند کې د هر ډول بدلون په هکله» خبر ورکول کیږي.

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره اغیزمنې شوي مېرمن د خپل ګډ ژوند د ختمیدو په هکله ټول اسناد د وزارت پر انټرنټ پاڼه هم کتلی شي.

دغه نوي مقررات به د دې مخه ونیسي چې نارینه په پټه خپلې ښځې طلاقې کړي. پر دې سربیره دغه مقررات دا خبره هم یقیني کوي چې تر طلاق وروسته مېرمني د خپلې نفقې غوښتنه هم وکړي.

Saudi-Arabien 1. Tag Fahrerlaubnis für Frauen
څو میاشتې کیږي چې په سعودي عربستان کې ښځو د موټرو چلولو اجازه تر لاسه کړهانځور: Reuters/H. I Mohammed

د اصلاحاتو کوچنی ګام

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له څه مودې راهیسې په دغه محافظه پاله سلطنت کې ځیني ټولنیز ریفورمونه پېل کړي دي. د بیلګې په توګه له تیر میلادي کال راهیسې ښځې د موټر چلولو اجازه لري او د لومړي ځل له پاره یې سپورتي لوبغالو ته د تګ اجازه هم تر لاسه کړه.

خو له دې سره سره هم سعودي عربستان د نارینه وو او ښځو له برابروالي ډېر ليري دی. پر نورو سربیره پر دې سیستم باندې هم انتقاد کیږي چې له مخې یې ښځې د مهمو پریکړو په ترڅ کې لکه بهرني هیواد ته د سفر پر مهال د نارینه محرم اجازې ته اړتیا لري. پر دې سربیره په تیرو میاشتو کې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو یو شمیر فعالانې هم نیول شوي دي.