په سريلانکا کي د بريدونو ويچاړۍ په انځورونو کي
په سريلانکا کي د يکشنبې په ورځ د عيسويانو اختر په وينو ولړل سو. په دغه هيواد کي پرلپسې بريدونو ۲۹۰ کسان ووژل. ترهگرو پر هوټلونو او کليساوو يرغلونه وکړل.
ستر بريدونه
د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي د «شانگری-لا» په نوم لوکس هوټل په چاودنه کي تخريب سوی دی. پر دغه هوټل باندي هم د يکشنبې په ورځ يرغل وسو. د پوليسو په خبره په ټوليزه توگه شپږ بريدونه سوي دي چي پکښې ۲۹۰ کسان وژل سوي او سونو نور ټپيان سوي دي. دا په سريلانکا کي تر ۲۰۰۹م کال وروسته تر ټولو ستر يرغل وو.
شانگری-لا» هوټل تر ۵۰۰ زیاتي خوني لري. دغه هوټل داسي تخريب سوی چي اوس کارې تر نه سي اخيستل کيدلای. په دې وروستيو کي سريلانکا ته د سيلانيانو د ورتگ بازار خورا تود وو. خو دغه بريدونه به اوس دغه صنعت ته سخته ضربه ورسوي.
پلټني
په ياد هوټل کي پلټونکي اوس د بريدونو په نمونو پسې گر څو معلومه سي چي بريدونه څه ډول او چا کړي دي. په سريلانکا کي په ۲۰۰۹م کال کي د کورنۍ جگړې تر پای ته رسېدو وروسته امنيتي وضعيت ښه سوی وو. خو د يکشنبې د ورځي تر بريدونو وروسته به بيا د امنيت احساس نه وي.
د «سانکت-انتونيوس» کليسا
بريدگرو دغه راز پر درو کليساوو چي مسيحيانو اختر پکښې لمانځه يرغلونه وکړل. په دې انځور کي د کولمبو ښار د «سانکت-انتونيوس» کليسا ښکاري، چي يرغل پرې سوی.
د عبادت پرمهال چاودنه
په دغه کليسا کي د مسيحيانو د عبادت پرمهال سخته چاودنه وسوه.
عاملان څوک دي؟
تر اوسه پوري هيچا يا هيڅ ډلي د دغو بريدونو مسئوليت منلی نه دی. په دې وروستيو کي د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ د تاوتريخوالي راپورونه ورکړل سوي ول. په سريلانکا کي اکثريت بودايان دي.
امنيتي تدابير
تر دغو بريدونو وروسته په ټول هيواد کي امنيتي تدابير شديد سوي دي. پر دې سربيره د شپې گرځېدني بنديز هم اعلان سوی دی.
په دغو پرلپسې بريدونو کي تر ۵۰۰ زيات انسانان ټپيان سوي دي. د دغه هيواد لومړي وزير رانيل ويکرمه سينگه ويلي دي چي «د دغو بريدونو هدف، د هيواد بې ثباتي کول وه.»
په ټول هيواد کي د بريدونو غندل
دغه بريدونه په ټول هيواد کي وغندل سول. د ډيرو هيوادونو مشرانو خپل د همدردۍ پيغامونه سريلانکا ته لېږلي دي. د کاتوليکانو مشر د دغه بريد قربانيانو ته دعا کړې ده. د نړۍ د نورو اديانو استازو هم دغه بريدونه غندلي دي.