1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په سرطان د اخته کيدو خطر د مخنيوي اووه ټکي

۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبه

په اروپا کي د سرطان له امله د مړيني د پيښو تر ارزوني وروسته، د ايټاليا کارپوهانو اعلان کړی دی چي که څه هم له پنځو کلونو راهيسي دغه شان پيښي ډيري سوي دي، خو د سرطان په ټولو ډولونو کي د اخته کيدو خطر راکم سوی دی.

https://p.dw.com/p/3LTCU
Krebs Krebszelle Illustration
انځور: Imago/Science Photo Library

که دغه ټکي مراعات سي نو په سرطان باندي اخته کيدل، ۴۰ سلنه راکميږي.

۱ــ سگرټ مه څکوي!

د سگريټو څکول او د مخدره موادو استعمال نه يوازي دا چي د سږو په سرطان باندي د اخته کيدو خطر لوړوي، بلکي د بدن د نورو اعضاوو لکه معدې، خولې، ستوني، کرنکي، مثانې او ايينې د سرطان له پاره هم زمينه برابروي.

۲ـ د چاغښت مخنيوي وکړئ!

چاغښت د مخدره موادو د استعمال په اندازه، په سرطان باندي د اخته کيدو سبب گرځي. په آلمان کي د سرطان په اړه د پلټني د مؤسسې کارپوهان دا خبره تائيدوي چي د بدن اضافي وزن د نوموړي ناورغۍ پر رامنځته کيدو باندي خپله اغيزه اچوي.

۳ـ هره ورځ بايد بدني فعاليت تر سره سي!

بدني فعاليت، په غټه کولمه، د ښځو په سينې او رحم کي د سرطان د رامنځته کيدو خطر راکموي. لازمه ده چي په ورځ کي ۱۵۰ دقيقې متوسط او يا ۷۵ دقيقې تيز بدني فعاليت ولري.

۴ـ زياته ميوه او ترکاري بايد وخوړل سي

د آلمان د تغذيي ټولنه، پنځه وخته د ميوو او ترکاريو د خوړلو سپارښتنه کوي. دا د سرطان د ناروغي په وړاندي تر ټولو آسانه لار ده. ساسچ، کلبسه او سره غوښه له ۲۰۱۵م کال راهيسي د سرطان د رامنځته کولو د قوي توکو په فهرست کي ځاي لري. د روغتيا نړيوال سازمان د سرطان د پلټني د څانگې کارپوهان له همدې کبله سپارښتنه کوي چي په اوونۍ کي بايد له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ گرامه زيات غوښه، ساسچ او يا هم کلبسه ونه خوړل سي. 

۵ـ د الکولي څښاکو استعمال راکم کړئ!

نارينه بايد په اوونۍ کي حد اکثر دوه واره او ښځي بايد حد اکثر يو وار الکولي مشروبات وڅښي. که څوک تر اندازې زيات الکول څښي، نو د اينې او بدن د هاضمې دستگاه، د ټولو سرطاني غدو له خطر د رامنځته کيدو سره مخامخ کيداي سي.

۶ـ د لمر ضد کريمو څخه استفاده وکړي

زياتره وخت د پوست د سرطان اصلي عامل د لمر ماوراي بنفش وړانگي وي. له همدې کبله له کوچنيوالي څخه بايد د لمر ضد کريمو څخه کار واخيستل سي. له مصنوعي سولري دستگاوو له استعمال څخه ځانونه ليري وساتي. د تيز لمر پر وخت، هغه ډول کريم استعمال کړي چي د بدن له پاره په ډېره اندازه محافظتي مواد ولري.

۷ـ له هغو توکو څخه ځان وساتي چي سرطان پيښوي

د چاپيريال له پاره ځيني مضره توکي، لکه دوړي او يا ځيني کيمياوي مواد، په سږو، د بدن پوست او مثانه کي تومورونه يا غُدې پيدا کوي. د ايکس د وړانگو تر اندازې زيات استعمال هم خطرناک دی. په دوړو او غبار کي له اوږده مزله ډډه وکړئ او د آرايش په سامان کي د معدني غوړو استعمال ته پاملرنه وکړئ. همدارنگه د کباب د سوځول سوو غوښو له خوړلو ډډه وکړئ او د  دواپاشي پر وخت له احتياطه کار واخلي.