په زرګونو ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا معلوله شوي
۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعهد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، په نیویارک کې په وسله والو جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کلني رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې پر ماشومانو بریدونو د «منلو وړ نه دي».
د هغه په خبره د ماشومانو له پاره تر ټولو ډیر خطرناک ځای افغانستان دی. د هغو ۸۰۰۰ ماشومانو ۴۰ سلنه چې په ۲۰۱۶ م کال کې د وسله والو شخړو په ترڅ کې وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړی دي د افغانستان ماشومان دي.
د دغه سازمان د ارقامو له مخې تیر کال په افغانستان کې ۳۵۱۲ تنه ماشومان د جګړي قرباني شوي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله نږدې یو پر څلورمه برخه لوړ شمیر ښیي. په یمن کې ۱۳۴۰ او په سوریې کې ۱۲۹۹ ماشومان د جګړو د قربانیانو په لیست کې ثبت شوي دي.
سربیره پر دې د دغو شخړو په ترڅ کې په سلګونه ماشومان د ماشوم عسکرو په توګه استخدام شوي دي او یا هم د جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. د بیلګې په توګه د دوی پر ښوونځيو بریدونه شوي دي.
سعوديان د یمن په شخړه کې ګرم بلل شوی
د دغه رپوټ له مخې په «تور لیست» کې هغه ډلې چې د دغو اعمالو مسئول ګڼل کیږي، په هغو کې په افغانستان کې یو شمیر سازمانونه او ډلې، د افریقا په مرکزي جمهوریت، کانګو، عراق، مالي، میانمار، سومالیا، سودان او سویلي سودان، سوریه او یمن کې موجودې وسله والې ډلې او سازمانونه شامل دي.
د لومړي ځل له پاره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف هم په دې لیست کې شامل شوی دی. دغه ائتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کې د یمن د رژیم ملاتړ کړی. رپوټ زیاتوي چې نوموړی پوځي ائتلاف چې په یمن کې یې هوایې بمبارۍ کړي دي، د دغه هیواد په شخړه کې د قرباني شویو ماشومانو د نږدې نیمایې د وژل کیدو او یا هم زیانمنیدو مسولیت لري.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ م کال کې په یمن کې د ۶۸۳ تنو ماشومانو د وژل کیدو او یا هم د معلوله کیدو له پاره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ګرم دی.
زیاتره دغه ماشومان پر ښوونځیو او روغتونونو د هوایې بمباریو په ترڅ کې قرباني شوي دي. تیر کال د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي بانکي مون، د دغه هیواد د فشار له امله یې نوم له دغه لیست ایستلی وو. په هغه وخت کې سعودي عربستان ګواښ کړی وو چې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو څخه به خپل مالي ملاتړ پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمانونو په نوموړي لیست کې د سعودي عربستان د نوم د شاملیدو هرکلی کړی دی. د بیلګې په توګه هیومن رایټس واچ، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ګوتیرش «سم کار کړی دی.»
په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان رپوټ په کال کې یو وار خپریږي.